د کندهار پوهنتون د تدريس د پېل په اړه خبرتيا

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۹:۴۹
/

د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۰/۵/۲ نېټي ويډيو کنفرانس د هدايت له مخي کندهار پوهنتون د تدريس د پېل له پاره بېړنۍ علمي شورا را وبلله او د موضوع په اړه تر مفصل بحث وروسته پرېکړه وسوه، چي د هېواد کرونايي وضعيت، اقليمي شرايط، په ښار کي پر نقيله وسايطو بنديزونه او کندهار ولايت ته متوجه امنيتي ګواښونو په نظر کي نيولو سره د تدريس د پيل له پاره د ۱۴۰۰ل.کال د وږي د مياشتي (۱۵) نېټه، د حالا تو د سمېدو په صورت کي احتمالي نېټه وټاکل سوه، ځکه د تدریس د پېل له پاره فعلا شرایط نه دي برابر او د زمري د میاشتي په ۱۶ نېټه تدریسي بهیر نه پیلیږي او د حالاتو د سمیدو په صورت کي به د تدریس د پیل نېټه بیا ستاسو سره شریکه  سي.

يادونه: د کندهار پوهنتون اداره و خپلو ټولو محصلانو ته د تحصيلي سميسټر له پيل څخه مخکي د کرونا د واکسين د تطبيق کول جدي سپارښتنه کوي، ځکه چي پوهنتون ته ننوتل د کرونا د واکسين په کارټ پوري مشروط ګڼل سوی دئ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۱۶:۱
Background image

تعميراديتوريم

جهت زيبائی تعميراديتوريم ساحه چهار اطراف آن ليول ګرديده است که درآينده برای سرسبزی خوبتر اماده ګرديده باشد.

BACK TO NEWS