د پوهنتون د ټولو استادانو سره د همږغۍ غونډه وسوه
د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئيس شیخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي صاحب په مشري، د پوهنتون له ټولو استادانو سره د همږغۍ غونډه وسوه، چي پر مهال ئې ټول مرستیالان هم حاضر ول.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه، په شروع کښي د محصلانو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د کندهار پوهنتون د علمي او تحصیلي پرمختګو په اړه ئې خبري وکړې. هغه وویل: کندهار پوهنتون په وروستیو کلونو کښي په بېلابېلو برخو کښي د پام وړ لاسته راوړني لري، چي له هغو څخه په بېلابېلو برخو کښي د ماسټرۍ د نوو برنامو فعالېدل او د کانکور له لاري د محصلانود جذب ډېروالی دئ؛ دا ټول ستاسي د استادانو د زیار او فعالیتو پایله ده، چي د پوهنتون د علمي او تحصیلي پرمختګ له پاره ئې ترسره کوئ.
وروسته د کندهار پوهنتون رئیس شیخ مولوي محمد عبدالرحمن غزنوي خبري وکړې او د استادانو د علمي او روزنیز مسئولیت پر ارزښت ئې رؤڼا (رڼا) واچوله. هغه وویل: زه ډېر خوشحاله یم، چي له هغو کسانو سره وینم، چي انسانان روزي، تاسي استادان د پوهنتون جوړونکي یاست؛ پوهنتون ستاسي په زیار او خدمت آباد دئ، تاسي د علم خزانه لرئ او اهل علم د ټولني رهبران دي، چي الله تعالی لوړه درجه ورکړې ده، تاسي د درسي موادو د تدریس د مسئولیت تر څنګ د محصلانو علمي، فکري او اخلاقي روزنه هم ستاسي له مهمو مسئولیتو څخه ده، محصلان د ټولني راتلونکی جوړوي او د هغوی سمه روزنه د ملک د پرمختګ او آبادۍ له پاره مهم ارزښت لري؛ نو ځکه باید د هغوی د علمي او مسلکي ظرفیتو د لوړاوي له پاره په پوره اخلاص او مسئولیت کار وسي.
وروسته شیخ صاحب د علم پر ارزښت، په چارو کښي پر لا زیات اخلاص، د محصلانو پر لا ښې روزني او د مسئولیتو په ترسره کولو کښي د اطاعت، پابندۍ او ژمنتیا پر اهمیت خبري وکړې. هغه غوښتنه وکړ، چي استادان باید خپلي علمي او تدریسي چاري په پوره دقت او مسئولیت ترسره کړي، د محصلانو د زده کړي بهیر ته لا ښه پام وکړي او د هغوی د علمي وړتیاوو د لوړاوي له پاره پوره کوښښونه وکړي.
همداراز ښاغلي غزنوي زیاته کړه، چي د استادانو په هڅو او همکارۍ به هڅه وکړي؛ تر څو کندهار پوهنتون د ملک او سیمي په کچه لا پیاوړی کړي، انجنیري، ښووني او روزني او طب پوهنځیاني د پوهنتونو کچي ته ورسوي.
ورپسې د علمي څېړنو مرستیال پوهنيار دوکتور رحمت الله پښتون خبري وکړې او د علمي څېړنو د ارزښت او په دې برخه کښي د استادانو د ونډي په اړه ئې معلومات وړاندي کړل. هغه وویل: د اسلامي امارت په راتګ سره په تېرو کلونو کښي لوړو زده کړو ته ځانګړی پام سوی دئ، په ځانګړي ډول د علمي څېړنو په برخه کښي پرمختګونه سوي دي. وروسته ئې د علمي څېړنو د نوي طرحي په اړه ځیني موضوعات تشریح کړل او د هغې د موخو، محتوا او اړوندو برخو په اړه ئې له استادانو سره معلومات شریک کړل او هم ئې د علمي معاونیت په استازیتوب د محصلانو او استادانو علمي موضوعات وړاندي کړل.
وروسته غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۴۸/۵/۷
د نشراتو او عامه اړيکو آمریت