د علمي څېړني د بنسټو سيمينار وړاندي س

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۲۲
د علمي څېړني د بنسټو سيمينار وړاندي س

و

 

د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د بابي صاحب د غونډو په تالار کښي د یاد پوهنځي اړوند د بېلابيلو څانګو استادانو ته د Basics of Educational Research په نوم سیمینار وړاندي سو.

 

دغه سیمینار، چي د ښووني او روزني پوهنځي د انګرېزي څانګي استاد پوهنمل احمد ظاهر ولي وړاندي کړ، پکښي ئې د علمي څېړني پر تعریف، اهمیت او د یوې معیاري څېړني پر بنسټیزو اصولو هر اړخیز معلومات وړاندي کړل. ښاغلي ولي په خپلو خبرو کښي د علمي څېړني شپږ اړین پړاوونه (د موضوع او موخي مشخصول، د مخکنیو څېړنو بیاکتنه، د میتودولوژۍ ټاکل، د معلومات راټولول، د معلوماتو تحلیل او د راپور لیکل) په تفصیل سره تشریح کړل؛ همداراز په سیمینار کښي د کمي او کیفي څېړنو د تګلارو پر ارزښت، ځانګړتیاوو او د هغوی ترمنځ پر اساسي توپیرو بحث وسو؛ استادانو ته وويل سول، چي د څېړني د موضوع او موخي له ټاکلو سره سم د مناسب څېړنیز میتود انتخاب د یوې علمي څېړني په ترسره کولو کښي مهمه ونډه لري.

 

د سيمينار په وروستیو کښي د استادانو تر منځ پر ويل سوو موضوعاتو باندي بحث وسو؛ و بېلابيلو پوښتنو ته جوابونه وویل سول او سيمينار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

 

د یادولو وړ ده، چي دغه سیمینار به څلور ورځي یي او هره برخه به ئې په اونۍ کښي یوه ورځ وړاندي کيږي.

 

نېټه: ۱۴۴۸/۴/۲۰

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت