کندهار پوهنتون د دوو نوو پوهنځیو درسي چاري پیل او د دوو ماسټرۍ پروګرامو منظوري ترلاسه کړه

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۵۸

 

 

د کندهار پوهنتون د علمي او تحصیلي پراختیا په لړ کښي د دوو نوو: ستوماتولوژي او جیولوجي او کانو پوهنځیو درسي چاري پیل سوې؛ د ستوماتولوژي پوهنځی، چي په تېر حکومت کښي کندهار پوهنتون ته منظور سوې وه؛ خو تر دې مهاله ئې درسي چاري نه وې پیل سوي؛ سږ کال ئې د لومړي ټولګي په پیل سره عملاً خپل تحصیلي فعالیتونه پيل کړل، چي دغه اقدام د روغتیايي علومو په برخه کښي د کندهار پوهنتون د تحصیلي پروګرامو د پراختیا او محصلانو ته د تخصصي زده ‌کړو د لا زیاتو فُرصتو د برابرېدو په برخه کښي مهم پرمختګ دئ.

 

همدارنګه، د جیولوجي او کانو پوهنځی، چي تېر کال کندهار پوهنتون ته منظور سوی وو؛ اوس ئې اول سميسټر په رسمي ډول پیل سوی دئ، چي د یاد پوهنځي په وسيله محصلانو ته د مځکپوهني، طبیعي زېرمو، کانو او په اړوندو علمي برخو کښي د تخصصي زده‌کړو زمینه برابره سوې ده او د ملک د طبیعي زېرمو او کانو د پېژندني او علمي څېړنو په برخه کښي به د مسلکي کادرو د روزني بهیر ترقي وکړي.

 

له بلي خوا، د لوړو زده ‌کړو محترم وزارت د کندهار پوهنتون د پښتو ژبي او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبي او ادبیاتو ماسټرۍ پروګرام وړاندیز هم تائید او منظور کړی دئ؛ د دغه پروګرام په منظوري سره به د پښتو ژبي او ادبیاتو په برخه کښي د تخصصي او لوړو زده‌کړو د دوام زمینه برابره سي او علاقه ‌مند محصلان به وکولای سي، چي په یاده علمي برخه کښي خپلي زده‌ کړي تر ماسټرۍ کچي پوري تعقیب کړي.

دغه راز، د لوړو زده ‌کړو محترم وزارت د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د سوداګرۍ او ادارې (MBA) ماسټرۍ پروګرام وړاندیز هم تائید او منظور کړی دئ؛ د یاد پروګرام په منظوري سره به د سوداګرۍ، ادارې، مدیریت او اقتصاد په برخو کښي د تخصصي لوړو زده‌کړو له پاره نوي فُرصتونه رامنځ ته سي او د اړوندو برخو محصلانو او فارغانو ته به د خپلو علمي او مسلکي زده ‌کړو د لا پراختیا موقع (زمينه) برابره سي.

 

د کندهار پوهنتون علمي او اداري کهول د لوړو زده‌ کړو له محترم وزارت څخه د دغو دوو نوو ماسټرۍ د پروګرامو د تائید او منظورۍ او همدارنګه د پوهنتون د تحصیلي پروګرامو د پراختیا له آسيته مننه کوي او دغه اقدامات د کندهار پوهنتون د علمي، تحصیلي او مسلکي ظرفیتو د لا پیاوړتیا په برخه کښي مهم پرمختګ بولي.

د یادوني وړ ده، چي کندهار پوهنتون اوس ۱۳ پوهنځي او شپږ د ماسټرۍ پروګرامونه لري، چي زرونه (زرګونه) محصلان په زده کړو پکښي بوخت دي.

 

نېټه: ۱۴۴۸/۳/۲۶

د نشراتو او عامه اړيکو آمریت