د شرعیاتو پوهنځي د استادانو سره د معرفت او همږغۍ ناسته وسوه

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۳۱
د شرعیاتو پوهنځي د استادانو سره د معرفت او همږغۍ ناسته وسوه

 

 

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون رئيس ښاغلي شيخ مولوي عبدالرحمن غزنوي د شرعیاتو پوهنځي له ټولو استادانو سره د همږغۍ ناسته وکړه، چي پر مهال ئې د پوهنتون علمي مرستيال، د شرعیاتو پوهنځي رئيس او د دعوت او ارشاد آمر حاضر ول.

 

ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سوه؛ په شروع کښي د پوهنتون رئيس محترم شيخ مولوي عبدالرحمن غزنوي ټولو استادانو ته د ښه راغلاست تر ويلو وروسته وویل: تاسي د درانه مسئولیت خاوندان یاست، په اسلامي نظام کښي مو لوړ مسئولیت او مهم موقف پر غاړه دئ؛ نو له همدې امله ستاسي مسئولیت هم تر نورو ډېر دروند دئ؛ موږ او تاسي د همدې نیت او هدف له پاره کار کوو، چي اسلامي نظام پیاوړی او لا ښه تطبیق کړو او د هغو شهیدانو سپېڅلي ارمانونه پوره کړو، چي د اسلامي نظام د حاکمیت له پاره ئې قربانۍ ورکړي دي.

دغه راز ښاغلي غزنوي صاحب وویل: اخلاص، اتفاق او اطاعت هغه ستر صفتونه دي، چي د الله تعالی د رضا، د نظام د پیاوړتیا او د پرمختګ اساسي لاملونه ګڼل کیږي؛ که دغه ارزښتونه په خپلو مسئولیتو کښي لا ښه عملي کړو؛ نو هم به د الله تعالی جل جلاله رضا ترلاسه کړو، هم به د نظام چاري لا پیاوړي سي او هم به د ملت هیلي او ارمانونه پوره سي. دغه راز ئې زياته کړه، چي په تېرو نظامو کښي د پوهنتون او مدرسې ترمنځ واټن رامنځ ته سوی وو؛ خو الحمدلله اوس اسلامي نظام دغه واټن له منځه وړی دئ او دواړه علمي مرکزونه د یوه ګډ هدف؛ یعني د دین، علم او ملک د خدمت له پاره په ګډه فعالیت کوي.

 

وروسته د کندهار پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنیار مولوي سیف الله سعید، د شرعیاتو پوهنځي رئیس مفتي حزب الله کندهاري او د دعوت او ارشاد آمر مولوي صاحب فضل احمد فضلي هم ویناوي وکړې؛ دوی د پوهنتون له رئیس صاحب سره هر اړخیزه همکاري وښوده او وې (وه يې) ویل: د محصلانو د عقیدوي او اخلاقي روزني، د هغوی د صورت او سیرت د اصلاح، د اطاعت، اخلاص او اتفاق د لا پیاوړتیا او د پوهنتون د علمي او اداري پرمختګ له پاره به لا ډېري هڅي کوي او خپل مسئولیتونه به په ښه توګه ترسره کوي.

 

وروسته ناسته د دؤعا (دُعا) کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ١٤٤٨/٢/١٨

د نشراتو او عامه اړیکو آمریت