کندهار پوهنتون د مخکني رئیس د خدمتو د قدردانۍ شانداره غونډه وسوه
د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د کندهار پوهنتون د مخکني رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د ترسره کړو خدماتو د قدردانۍ شانداره غونډه وسوه، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون د رهبرۍ غړي، د کندهار مستوفیت ریاست رئیس الحاج ملا حکمت الله حکمت صاحب، د کندهار ښاروال الحاج مولوي عبدالله روحاني صاحب، د ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې رئیس قاضي عبدالصادق غزنوي صاحب، د کندهار ښاروالۍ د ښاري پراختیا او پلان جوړولو رئیس پوهندوی انجنیر آغامحمد فضلي صاحب، د کار او ساختمان رئیس پوهنیار انجنیر سورګل عبدالرحمن صاحب، د کندهار شریعت ږغ راډیو آمر مولوي احسان الله احسان صاحب، د ملالۍ پوهنتون رئیس مولوي رحمت الله نیازی صاحب، د ټولو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او محصلانو ګډون درلود.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه، په شروع کي د کندهار پوهنتون علمي مرستیال پوهنیار مولوي سیف الله سعید صاحب ټولو ته ښه راغلاست ووايه او وې ويل: نننۍ غونډه د هغه شخصیت د خدمتو او کارنامو د یادولو په موخه جوړه سوې ده، چي په کندهار پوهنتون کښي ئې د خپل مسئولیت پر مهال داسي خدمتونه کړي دي، چي تل به د یادولو وړ یي؛ په علمي، څېړنیز او اداري برخو کښي د شیخ صاحب د مسئولیت پر مهال ډیري لاسته راوړني لرو او
دغه راز د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی له لوري د تبدیلۍ او نوو ټاکنو حکمونه د ادارو د چارو د لا ښه تنظیم، پرمختګ او مؤثر مدیریت په موخه کیږي.
وروسته د کندهار پوهنتون د استادانو چارو آمر پوهنیار مولاداد حقمل صاحب د کندهار پوهنتون د مخکني رئیس، الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، ژوندلیک او علمي، اداري او جهادي مخینه ګډونوالو ته بیان کړه.
وروسته د کندهار د خصوصي پوهنتونو په استازیتوب د ملالۍ پوهنتون رئیس مولوي رحمت الله نیازي صاحب وینا وکړه، هغه د مخکني رئیس له علمي او اداري همکاریو څخه مننه وکړه او وې ویل: هغه د خصوصي پوهنتونو د کیفیت لوړاوي او پرمختګ ته ځانګړې پام کاوه، همېشه ئې له خصوصي پوهنتونو سره صادقانه همکاري کړې او هیڅ وخت ئې د همکارۍ په برخه کښي ځنډ نه دئ کړی او عذر ئې نه دئ غوښتی.
ورپسې د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهنیار دوکتور رحمت الله پښتون صاحب، د مخکني رئیس د مسئولیت له پیل څخه تر اوسه پوري د پوهنتون په علمي، اداري، انکشافي او خدماتي برخو کښي سوي خدمتونه، لاسته راوړني او رامنځ ته سوي پرمختګونه په تفصیل سره بيان کړل.
وروسته د استادانو په استازیتوب د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس، پوهنمل محمد صادق حریفال صاحب او د علماءکرامو په استازیتوب د دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي صاحب ویناوي وکړې. دوی د الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د علمي، اداري او اصلاحي خدمتونو په اړه وویل: شیخ صاحب هغه شخصیت دئ، چي د خپلو نه ستړې کېدونکو هڅو، اخلاص او ښه رهبرۍ په برکت ئې د کندهار پوهنتون علمي او اداري مقام لا روښانه کړ؛ نن داسي شخصیت له مسئولیته رخصتيږي، چي موږ ته ئې هدف، زغم، اخلاص، مسئولیت پېژندنه او د خدمت روحیه را وښودله او د هغه توصیې او سپارښتني به تل زموږ په زړو او عملي ژوند کښي ژوندۍ یي. شیخ صاحب د یوه دیني عالم او بااخلاقه مسئول په توګه کندهار پوهنتون ته داسي ارزښتناک خدمتونه ترسره کړل، چي د پوهنتون په تاریخ کښي به د تل له پاره په ښو ټکو یادیږي او راتلونکي نسلونه به ئې له خدمتونو څخه الهام اخلي.
ورپسی د کندهار پوهنتون مخکني رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وویل: زما د مسئولیت پر مهال، چي هر څونه پرمختګونه، لاسته راوړني او مثبت بدلونونه په کندهار پوهنتون کښي رامنځ ته سوي دي، دا د یوه شخص کار نه وو؛ دا د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، کارکوونکو او ټولو ملګرو د اخلاص او نه ستړې کېدونکو خدمتونو پایله وه؛ دغه راز د لوړو زده کړو د قدرمن وزیر صاحب، اړوندو امارتي ادارو او دباندنیو ریاستو هم د پوهنتون د پرمختګ په بېلابېلو برخو کښي ارزښتناکه همکاري کړې ده، چي له ټولو څخه د زړه له کومي مننه کوم.
زما له خوا ټولو ته عفوه ده او له ټولو څخه هیله لرم؛ که مي کله په خبرو، پرېکړو او یا هم اداري چارو کښي څوک خوابدی کړی يي، ما وبخښي؛ ځکه زما موخه هیڅکله شخصي نه وه؛ هره پرېکړه او هر اقدام مي د پوهنتون د نظم، کیفیت، اصلاح او پرمختګ په خاطر ترسره کړی دئ.
استادانو ته مي سپارښتنه ده، چي محصلان تاسي ته د یوه ستر امانت په توګه سپارم، په علم، اخلاقو او مسلکي وړتیا ئې په ښه توګه وروزئ، د نومرو په ورکولو کښي له هر ډول بېځایه ملاحظې څخه ډډه وکړئ او داسي باکیفیته فارغان ټولني ته وړاندي کړئ، چي سبا د خپل ملت، نظام او هیواد د خدمت جوګه يي؛ تر اوسه چي کوم پرمختګونه سوي دي، دا لږ دي، پوهنتون لا هم و ډېرو خدمتو، اصلاحاتو او پرمختګونو ته اړتیا لري.
دغه راز خپلمنځی وحدت، اتفاق او همږغي وساتئ؛ ځکه اختلاف او تفرقه د نظامو د کمزورۍ او له منځه تلو ستر لامل دئ، د علماءکرامو لا درناوی وکړئ او د هغوی و لارښوونو ته ارزښت ورکړئ.
وروسته د کندهار پوهنتون رهبرۍ، د پوهنتون د بېلابېلو ادارو مسئولانو، استادانو، کارکوونکو او د ملالۍ پوهنتون استازو د قدردانۍ په موخه مخکني رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ته د اعزاز بګړۍ ور وتړله، بېلابېلي تحفې، مننلیکونه او ستاینلیکونه ئې ورکړل او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.