د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه
د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه
د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلانو کندهار ولایت ته علمي سېر وکړ، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون د بېلابېلو برخو د لیدني ترڅنګ، د کندهار ولایت له بېلابېلو تاریخي، تفریحي، تجارتي او صنعتي کارخونو او ځایو څخه هم لیدنه وکړه.
وروسته د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنمل عبدالله زیارمل صاحب یادو محصلانو ته د اقتصاد په برخه کښي د نوښتو، مصنوعي ځیرکتیا (AI)، برېښنايي اقتصاد او راتلونکو مهارتو په نوم سیمینار وړاندي کړ.
همدا ډول د کندهار پوهنتون عامه ادارې او پاليسي پوهنځي استاد ښاغلي پوهنيار احمد رسول سعيدي صاحب هم د سافټ يا نرمو مهارتو په نوم سیمينار ورته وړاندي کړ، چي پکښي د سافټ مهارتو (Soft Skills) ارزښت بیان سو او محصلانو ئې وهڅول، چي د خپل مسلک تر څنګ ياد مهارتونه هم زده کړی؛
وروسته یادو محصلانو په کندهار ښار کښي د باور ټکنالوژي او انجنيرینګ او نساجي کارخوني او د کندهار وطن دانې صنعتي کمپنۍ او پرینسکو د رنګ تولیدي کارخوني له بېلابېلو تولیدي برخو، تخنیکي تجهیزاتو او تولیدي پروسو څخه له نږدې لیدنه وکړه، د یادو کارخونو مسئولانو د تولید د مرحلو، ماشینري سیسټمو او تخنیکي مدیریت په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.
د علمي سېر په پای کښي د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون محصلانو او استادانو د کندهار پوهنتون د رهبرۍ له مېلمه پالني او همکارۍ کولو څخه ځانګړې مننه وکړه.
نېټه: ١٤٤٧/١٢/٤