د اډاب فوټوشاپ پروګرام یو میاشتنی ورکشاپ پای ته ورسېد

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۳:۵۹
image

د اډاب فوټوشاپ پروګرام یو میاشتنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د لومړي ټولګي (۶۱) محصلانو ته، د هغوی د عملي زده‌کړو د پیاوړتیا او د رسنیزو مهارتو د لوړاوي په موخه، د رسنیو عملیاتي مرکز او د مطبعې عمومي مدیر ښاغلي جويا د اډاب فوټوشاپ يو مياشتنی ورکشاپ دائر کړ.

په ياد ورکشاپ کښي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو د ياد پروګرام پېژندنه، د استعمال طريقه، د عکس ایډیټ، بروشور ډيزاینول او ځینو نورو ډیزاینو په برخه کښي زده کړي وکړې؛ تر څو په خپله مسلکي ساحه کښي استفاده ځني وکړي.

د یادوني وړ ده، چي تر یاد ورکشاپ وړاندي هم د رسنیو علمیاتي مرکز محصلانو ته بېلابېل ورکشاپونه دائر کړي دي.

نېټه: ١٤٤٧/١٢/٣