د غزني پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۶
image

د غزني پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه

د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصلانو کندهار ولایت ته علمي سېر وکړ، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون د بېلابېلو برخو د لیدني ترڅنګ ئې، د کندهار ولایت له بېلابېلو تاریخي او تفریحي ځایو څخه هم لیدنه وکړه.

يادو محصلانو، کندهار پوهنتون ته د خپل علمي سېر پر مهال لومړی، د یاد پوهنتون د قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب سره وليدل، ښاغلي طیبي صاحب ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو خبرو پر مهال ئې زیاته کړه؛ الحمدلله، اسلامي امارت د علم پرمختګ ته ځانګړى پام کوي او تاسي په پوهنتونو کي د دې پرمختګ عملي شاهدان یاست؛ تاسي قدرمن محصلان د نظام راتلونکی یاست او تاسي ته ډېري هيله کيږي؛ ځکه همدا تاسي یاست، چي افغانستان به لا آباد او پرمختللی کوئ؛ نو اړینه ده، چي له سته فُرصتو څخه اعظمي استفاده وکړئ، خپل وخت منظم کړئ، په زده‌ کړو کي جدي هڅه وکړئ او په علمي ډګر کښي يو له بل سره سيالي وکړئ؛ تر څو د خپل ځان، ټولني او هيواد له پاره ګټور، با احساسه او مسئول کسان وروزل سئ.

راغلو محصلانو وروسته د کندهار پوهنتون له علامه حبيبي کتابتون، حقوقي کلینیک، تمثیلي محکمې، شرعیاتو پوهنځي، دارالصالحین لیلیې، مسجد او ځینو نورو برخو څخه لیدنه وکړه؛ د یادو مرکزو مسئولانو هر اړخیز معلومات او له خپله اړخه د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

د غزني  پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون د رهبرۍ له مېلمه پالني او همکارۍ کولو څخه ځانګړې مننه وکړه او زياته ئې کړه؛ الحمدلله، په کندهار پوهنتون کښي ډېر پرمختګ سوى دئ.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۰