د انجينري پوهنځي د دوو استادانو د مخه ښې او د ياد پوهنځي د نوي رئيس د ټاکل کېدو غونډه وسوه
د انجينري پوهنځي د دوو استادانو د مخه ښې او د ياد پوهنځي د نوي رئيس د ټاکل کېدو غونډه وسوه
د کندهار پوهنتون د انجينري پوهنځي په ریاست کښي، د انجنیري پوهنځي د دوو استادانو: پوهندوی انجنیر آغا محمد فضلي صاحب او پوهنیار انجنیر سورګل عبدالرحمن صاحب د مخه ښې او د ياد پوهنځي د نوي رئيس د ټاکل کېدو غونډه وسوه، چي په یادو مراسمو کښي د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د رهبرۍ محترمو غړو او د انجينري پوهنځي ټول محترم استادان حاضر ول.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه، په شروع کي د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وویل: د انجنیري پوهنځي مخکنی رئیس او استاد محترم پوهندوی انجنیر آغا محمد فضلي صاحب په واقعیت سره د یاد پوهنځي د پرمختګ له پاره نه ستړي کېدونکي هڅي کړي دي؛ زه ټولو ته په ډاډ سره ویلای سم، چي په تېرو دوو کلونو کښي چي زه د رئیس په توګه ټاکل سوی یم، د ښاغلي فضلي صاحب څخه ټول استادان او محصلان خوشحاله ول؛ زه د ده د ټولو خدمتو او هڅو قدرداني او ستاینه کوم.
ښاغلي طیبي صاحب زياته کړه؛ د کندهار پوهنتون انجنیري پوهنځي د هيواد په کچه یو مخکښ پوهنځی دئ او د استادانو له اړخه ماهر او تجربه لرونکي کادرونه لري؛ نو اړینه ده، چي تاسي هڅه وکړئ په خپل پوهنځي کې د ماسټرۍ نوري نوي برنامې ایجاد کړئ او آن د دوکتورا د پروګرامو د رامنځ ته کولو له پاره هم کوښښونه وکړئ؛ دا ستاسي د هڅو برکت دئ، چي یاد پوهنځي تر دې کچي پرمختګ کړی دئ، زه له خپل اړخه د هر راز همکاریو ډاډ درکوم.
وروسته د انجنیري پوهنځي مخکني رئیس پوهندوی انجنیر آغا محمد فضلي صاحب او پوهنیار انجنیر سورګل عبدالرحمن صاحب خبري وکړې؛ دوی وویل: د انجنيري پوهنځي پرمختګ د همدې پوهنځي د استادانو د نه ستړي کېدونکو هڅو پایله ده؛ موږ چي هر چيري یو، د دې هيواد د خدمت احساس له ځان سره لرو او په هره برخه کښي، چي واوسو، هڅه کوو خپل مسئولیت په ښه ډول ادا کړو؛ د کندهار پوهنتون سره زموږ اړیکه یوازي تر دندې محدوده نه ده، زموږ له پاره دا یو علمي او ملي مسئولیت دئ، چي تل به ورسره ولاړ یو او هر وخت به ئې د خدمت له پاره چمتو او حاضر یو؛ موږ به هڅه کوو چي خپله علمي تجريبه، مسلکي پوهه او ظرفیتونه د پوهنتون د پرمختګ له پاره وکاروو؛ تر څو د انجنیري پوهنځی لا نور هم وده وکړي او د هيواد د پرمختګ په برخه کېي لا زیات برخه واخلي.
تر خبرو وروسته یادو استادانو ته د کندهار پوهنتون د رهبرۍ له خوا ستاینلیکونه ورکول سول او د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي له پاره نوی رئیس محترم پوهندوی دوکتور فدا محمد ساحل صاحب د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو او په ژوند کېي د لا بریا دؤعاوي ورته وسوې.
د یادولو وړ ده، چي د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي مخکنی رئیس پوهندوی انجينر آغا محمد فضلي صاحب د کندهار ښاروالۍ د ښاري پلان جوړوني ریاست د رئیس په توګه او د انجينري پوهنځي مخکنی استاد پوهنیار انجينر سورګل عبدالرحمن صاحب د کندهار ښاروالۍ د کار او ساختمان ریاست د رئیس په توګه ټاکل سوي دي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۶