د ماشین په مرسته د اوبو د تشخيص عملي تجربه وسوه
د Centrifuge ماشین په مرسته د اوبو د تشخيص عملي تجربه وسوه
د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت اړوند د حقوقي کلینیک په مرسته، د پوهنتون په مرکزي لابراتوار محصلانو ته د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي افتخاري استاد ډاکتر علي احمد عاطفي صاحب، د Centrifuge ماشین په مرسته د اوبو د تشخيص عملي تجربه وکړه.
په دې تجربه کي محصلانو ته وښودل سول؛ که یو انسان د اوبو له امله مړ سي؛ نو د عدلي طب د علمي تګلارو (مېتودو) په وسیله څنګه د مړیني دقیق علت تثبیتېدای سي؛ په ځانګړې توګه دا تشریح سوه، چي څنګه معلومېدای سي اوبه پاکي وې که ناپاکي؛ آیا زهر یا کېمیاوي مواد پکښي موجود ول او که د مړیني نور عوامل شامل ول.
د تجربې په عملي برخه کي د Centrifuge ماشین کارول هم ور وښودل سول؛ دا یو مهم لابراتواري وسيله ده، چي د مایعاتو د بېلوالي او تحلیل له پاره کارېږي؛ محصلانو ته وښودل سول، چي څنګه نمونه (Simple) په ځانګړي ټیوب کي اچول کيږي او د ماشین په واسطه د هغې اجزا سره جلا کېږي، چي له دې لاري د اوبو ترکیب، ککړتیا او احتمالي زهري مواد په دقیقه توګه معلومېدای سي.
همداراز ښاغلي عاطفي د عدلي طب د ارزښت په اړه څرګنده کړه، چي دا علم د قضایي پرېکړو، د جرمو د څېړني او د حقیقت موندني په برخه کښي مهمه ونډه لري او د حقوقي محصلانو له پاره ئې عملي زدهکړه ځانګړی اهمیت لري.
د یادولو وړ ده، چي د کندهار پوهنتون په مرکزي لابراتوار کي د دې ترڅنګ د نورو بېلابېلو پوهنځیو محصلانو ته هم هره ورځ د مسلکي استادانو په لارښوونه بېلابېلي عملي تجربې کيږي؛ تر څو محصلان له نظري زدهکړو ترڅنګ عملي مهارتونه هم ترلاسه کړي.
نېټه: ١٤٤٧/١١/٢