د بېلابېلو پوهنځیو د زرونو محصلانو ترمنځ د «تعلیم الاسلام» سیالي وسوه

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
image

د بېلابېلو پوهنځیو د زرونو محصلانو ترمنځ د «تعلیم الاسلام» سیالي وسوه

د لوړو زده کړو وزارت په ملاتړ، د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت په هڅو؛ د بېلابېلو پوهنځیو د زرونو (زرګونو) محصلانو ترمنځ د تعلیم الاسلام کتاب سیالي وسوه.

په همدې موخه جوړه سوې پرانيست غونډه چي قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه، په شروع کي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال محترم پوهنیار مولوي سیف الله سعید صاحب، ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، ور پسې ئې محصلانو ته وويل: تاسي ته ښه معلومه ده، چي نن ولي راټول سوي یاست، تاسي ته یو کتاب د «تعلیم الاسلام» په نوم درکړل سوی وو؛ ترڅو مطالعه ئې کړئ؛ وروسته بې سیالي وسي او ممتازو محصلانو ته به جایزې هم وټاکل سي؛ خو ستاسي اصلي هدف باید یوازي د سیالۍ جايزې نه يي؛ بايد چي په دغه کتاب کي راغلي د اسلامي احکام او لارښووني په ښه ډول زده کړئ، ځان په پوه کړئ او په خپل ورځني ژوند کي ئې عملي کړئ.

وروسته د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وويل: ډېر خوشحاله یم، چي په پراخه کچه محصلانو په دې سیالۍ کي ګډون کړی دئ، دا ستاسي له خپل دین او د دیني زده کړو سره وفاداري ښه يي، الحمدلله تېره شپه هم زموږ په پوهنتون کي د قرآن کریم د ختم تراویح په ډېره ښه فضا کښي ادا سوې او نن الحمدلله وینم، چي زرونه محصلان د «تعلیم الاسلام» کتاب په سیالۍ کي ګډون کوي؛ دا د ویاړ او فخر خبره ده، چي محصلان د عصري علومو تر څنګ دیني علومو ته هم پام کوي او د زده کړي هڅه ئې کوي؛ ځکه چي په حقیقت کي د دنیا او آخرت اصلي کامیابي په دیني علومو او د ديني علومو د احکامو په عملي کولو کښي ده؛ الله تعالی جل جلاله ته دؤعا کوم، چي تاسي ټول کامیاب او بریالي کړي. 

تر ويناوو وروسته، د پوښتنو د پاڼو لاک او مهر سوى صندوق د کندهار پوهنتون رهبرۍ او د آزمويني دوو ګډونوالو پرانيست او آزموينه واخيستله سوه.
د یادولو وړ ده، چي د یادي سیالۍ پایلي به ډېر ژر اعلان سي او ممتازو محصلانو ته به په یوې ستره غونډه کي بېلابېلي جایزې او تحفې ورکړل سي.

نېټه: ١٤٤٧/٩/٢٢