اصلاحي وینا

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۹:۵۳
image

د کندهار ولايت امنیه قومندان او جهادي شخصیت، محترم الحاج طالب مولوي صاحب، د تېري جمعې د لمانځه تر خطبې مخکي د کندهار پوهنتون مسافرو محصلانو او د عاليقدر امیرالمؤمنین شيخ صاحب د استشهادي کنډک مجاهدینو ته اصلاحي وینا وکړه

 

الحاج طالب مولوي صاحب وویل: الحمدلله نن داسي ورځ راغلې ده، چي د پوهنتون محصلان او استشهادي مجاهدین د مسجد شریف په يوه صف کي وینم؛ تاسي محصلان او مجاهدين د ملت او نظام هغه سرمايه یاست، چي دواړه د علم په حاصلولو او د دین په خدمت کي بوخت ياست. هغه وويل، چي په دې لار کي «نیت» تر ټولو مهم اصل دئ او ستاسي نيت هم باید د الله تعالی رضا، د هغه د دین پېژندنه او د اُمت خدمت يي. هغه دغه راز د امام غزالي رحمه الله د ژوند یوه کیسه هم بیان کړه او وې ویل: د امام غزالي رحمه الله  لوړ مقام او علمي ځواک د هغه د اخلاص، حسن نیت او د دین د خالص خدمت پایله وه.

 

هغه محصلانو ته په خطاب کي وویل: له ډېره وخته څخه مي غوښتل، چي ستاسي ښاغلو محصلانو سره خبري وکړم؛ خو د ډېرو بوختیاوو له امله فُرصت نه وو؛ تاسي که مجاهدین یاست او که محصلان، ټول يو یو رقم را ته ګران یاست؛ ځکه ټول د دین، او د وطن د آبادۍ له پاره کار کوی.

محترم طالب مولوي صاحب زیاته کړه، چي د دیني او عصري علومو زده‌ کړه دواړه ارزښت لري او هر علم په خپل ځای کي د اُمت د خدمت مهمه برخه ده، الله تعالی په قرآن کریم کي فرمایي: که څوک د یوه انسان ژوند وژغوري، د ټول انسانیت د ژغورلو په مانا ده؛ نو په تاسي محصلانو کي هم ډاکټران، انجینران، عالمان او نور مسلکي کسان سته؛ نو ډېره هڅه وکړئ، چي خپل علم د الله تعالی په لار کي وکاروئ او دغه راز خپل ظاهري بڼه او سیرت د اسلامي شریعت مطابق جوړ کړی؛ لنګوټې وتړئ، لنګوټه ممکن ډېر مالي ارزښت و نه لري؛ خو معنوي ارزښت ئې ‌ډېر لوړ دئ.

 

همدارنګه طالب مولوی صاحب محصلانو ته وویل: تاسي د داسي استشهادي مجاهدینو تر څنګ ناست یاست، چي دوی څو ځله استشهادي عملیاتو ته تللي دي؛ خو شهیدان سوي نه دي؛ نو تاسي داسي یاست؛ لکه: د شهيدانو تر څنګ چي جماعت کوی او دغه راز په کوم مقدس جومات کي، چي موږ او تاسي ناست یو دا له پخوا څخه د هیواد په کچه د هر اړخیزو جهادي تشکیلاتو لوی مرکز دئ. وروسته طالب حاجي مولوي صاحب خپله وینا پای ته ورسوله او د جمعې لمونځ ادا کړل سو.

 

نېټه: ۱۴۴۷/ ۵/۲۷