Article Writing and AI Prompting

د (Article Writing and AI Prompting) په نامه ېو ورځنی سیمینار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کښي، د علمي څېړنو محترم مرستیال پوهنیار دوکتور رحمت الله پښتون د بېلابېلو پوهنځیو استادانو ته (Article Writing and AI Prompting) په نامه؛ ېو ورځنی سیمینار وړاندي کړ.
په همدې موخه جوړ سوی سیمینار، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سو، په سر کښي د څېړنیز مرکز آمر ښاغلي پوهنمل فضل الرحمن سُهیل ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه؛ د سيمينار پر ارزښت ئې خبري وکړې او د ياد سیمینار اجنډا ئې له ګډونوالو سره شریکه کړه.
وروسته د علمي څېړنو محترم مرستیال پوهنیار دوکتور رحمت الله پښتون د Article لیکني مؤثره لاري او تخنیکونه بیان کړل؛ تر څنګ ئې د AI مصنوعي ځیرکتیا د استعمال او پر ځای کاروني اړوند عملي کار هم ور ته وکړ او دغه راز ئې په نورو اړوند برخو کي له ګډونوالو سره هر اړخيز معلومات وړاندي کړل.
د سیمینار په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او سیمینار د دؤعا په کولو سره پاى ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۷/۳/۲۰