یقین شخصي ښوونځي په کندهار پوهنتون کښي نیالګي کښېنول

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۹:۳۱
image



د یقین شخصي ښوونځي زده‌کوونکو د چاپېریال ساتني او زرغونتیا ته د پاملرني په موخه، په کندهار پوهنتون کښي نیالګي کښېنول.

په همدې موخه په جوړو سوو مراسمو کي د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شيخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي د یقین ښوونځي له ادارې او په ځانګړي ډول له زده‌کوونکو څخه مننه وکړه، چي د زرغون چاپېریال له پاره ئې دا ګام واخيست. د پوهنتون رئېس په خپلو خبرو کي د زده‌کوونکو د پیرزویني ستاینه وکړه او هغوی ئې وهڅول، چي خپل وخت بېځایه تېر نه کړي، د زده‌کړو له پاره لا زیات زحمت وګالي؛ ځکه چي دوی د هیواد راتلونکی جوړوي.
شېخ صاحب د نیالګیو ارزښت ته هم اشاره وکړه او وې (وه ئې) ویل: نیالګي کښېنول دایمي خیر دئ، چي له ېوې خوا چاپېریال ته ګټه رسوي او له بلي خوا جاريه صدقه ده.

همدارنګه د یقین شخصي ښوونځي مدیر احمدولي بریال هم د پوهنتون له علمي او رغنیزو پرمختګو خوښي وښوده؛ هغه زیاته کړه؛ د نیالګیو کښېنولو دا نوښت، د زده‌کوونکو چاپېریالي پوهاوی او ټولنیز مسئولیت اخیستلو ته ژمنتیا ښیي، چې کولای سي په راتلونکي کي د ټولني د زرغونتیا او پاکوالي سبب سي.

نېټه: ۱۴۰۳/۱۲/۱۸