کندهار پوهنتون د زرغا (غذا او دوا) کتاب چاپ کړ

د کندهار پوهنتون د محترم رئېس الحاج شيخ صاحب مولوي عبدالرحمن طيبي په خاصه پېرزوينه او د دې پوهنتون د مالي او اداري چارو د محترم مرستيال انجينېر اکرام الله صهيب ځانګړو په هلو ځلو؛ د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو څانګي د استادانو په زیار او د یاد پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت په مالي لګښت د نوموتي لیکوال ډاکټر نثاراحمد صمد واصفي نوی اثر: زرغا (غذا او دوا) کتاب د کندهار پوهنتون په مطبعه کښي په رنګه بڼه چاپ سو.
دا کتاب چي په اوو فصلو کښي، په ښه توګه ترتیب سوى او تنظیم سوی دئ؛ ښاغلى ليکوال په ترتیب سره (د زرغا لنډه پېژندنه، زرغا د غذا په حیث، زرغا د دوا په حیث، د زرغا کرل، زرغا او څاروي، زرغا او د افغانستان اقلیم) باندي په مفصل ډول ږغېدلى دئ؛ د کتاب د منځپانګي په لا ښه پوهاوي باندي د پوهېدا له پاره، د هر فصل په پاى کښي پوښتني او جوابونه راوړل سوي دي او کتاب په ډېره اسانه او روانه پښتو ليکل سوى دئ؛ د متن د ښېګڼو څخه ئې بله ښېګڼه د متن د لا ښه وضاحت له پاره د متن ترڅنګ د شکلو او انځورو راوړنه ده.
ډاکټر صاحب نثاراحمد صمد واصفي په دې آثر کښي، د ېوه داسي طبیعي بې ساري بوټي پر کرهڼیزو، خوړيزو، درملیزو او ورهڼيزو اړخو باندي نوې علمي څېړنه کړې ده، چي لوستونکو ته خورا نوي او په زړه پوري معلومات وړاندي کوي او په ځانګړې توګه د نباتي علومو د بېلابېلو څانګو استادان، محصلان او د همدې مسلک څښتنان، بشپړه ګټه ځني ترلاسه کولاى سي.
دا آثر نه ېوازي د اکاډیمیکو څېړنیزو مرکزو او پوهنتونو له پاره ښه سرچینه ده؛ بل لا د هیواد د کرهڼي اړوندو مسلکي متخصصو کسانو له پاره هم ګټور دئ، همداراز د کتاب په منځپانګه کښي، ښې په زړه پوري مشورې او لارښووني هم وړاندي سوي دي، چي د کتاب لوستلو اړتیا نوره هم ډېره يي؛ د کندهار پوهنتون علمي او اداري کهول د دې مغتنم اثر د چاپ مبارکي ښاغلي ډاکټر صاحب ته وړاندي کوي او د ستر څښتن جل جلاله له درباره څخه ور ته له ښې روغتیا سره د اوږده عمر غوښتنه کوي.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۲/۱۴