څېړنيز پروپوزل

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۶:۱۹
image

د څېړنيز پروپوزل لیکني سیمینار وړاندي سو

د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د غونډو په تالار کښي، د دې پوهنځي د څېړنو او نشراتو کمېتې او د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز د ګډ پلان پر اساس، د ښووني او روزني پوهنځي استادانو ته، د طب پوهنځي استاد پوهندوی محمد صدیق صحرایي «د څېړني پروپوزل لیکنه» سیمینار وړاندي کړ.

د سيمينار په پېل کښي ښاغلي پوهنمل عصمت الله عثماني د ښاغلي صحرايي صاحب علمي لاسته راوړني له ګډونوالو سره شريکي کړې او د پروپوزل لیکني پر ارزښت ئې لنډي خبري وکړې؛ ورپسې ښاغلي صحرايي صاحب خپل اړوند جوړ سوى پرېزينټېشن پيل کړ او وې ويل: که غواړو، چي غوره څېړني وکړو؛ نو د پروپوزل لیکني برخي ته بايد لا ډېره توجه وکړو؛ بيا ئې د څېړني پېژندنه، بېلابېل اړخونه، د پروپوزل پېژندنه او د پروپوزل برخي په جلا –  جلا توګه په تفصیلي بڼه روښانه کړې او د موضوع اړوند ئې د استادانو پوښتنو ته هر اړخيز جوابونه وویل او سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.