په کندهار ولايت کي د خصوصي پوهنتونو د کتابتونو د څار او نظارت لړۍ پېل سوه
د کندهار پوهنتون د قدرمن رئیس، الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په ځانګړې لارښوونه، د دعوت او ارشاد آمریت د محترم آمر مولوي فضل احمد فضلي صاحب په مشري د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت د څانګي د شپږو قدرمنو استادانو: مولوي عبدالهادي عثماني صاحب، مولوي عبدالکریم خاطري صاحب، مولوي نقيب الله فاروقي صاحب، مولوي علي احمد عادل صاحب، مولوي عظمت الله حقاني صاحب او مولوي نقيب الله عزام صاحب په ملتیا؛ په کندهار ولايت کي د خصوصي پوهنتونو د کتابتونو د څار او نظارت لړۍ پېل سوه.
د خصوصي پوهنتونو د کتابتونو د څار او نظارت په لړۍ کي د نظارت هيئت په لومړۍ ورځ د سبا پوهنتون کتابتون وڅاره او هلته ئې د سته علمي او دیني کتابو ارزونه وکړه؛ په ځانګړې توګه د هغو آثارو، چي د حنفي مذهب او د اسلامي عقیدې خلاف محتوا پکښي موندل کېدل.
محترم مولوي فضل احمد فضلي صاحب د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت ته د دې نظارت د موخي په اړه وويل: هدف ئې د علمي چاپېریال اصلاح، د اسلامي اصولو رعایت او د محصلانو له پاره د سالم اسلامي فکري چاپیریال رامنځ ته کول دي؛ هغه زياته کړه، چي پوهنتونونه د علم او اخلاقو د ودي مرکزونه دي او باید هر ډول کتاب، مقاله او لیکنه چي د اسلامي ارزښتونو او د حنفي مذهب له اصولو سره په ټکر کي يي، باید له کتابتونو څخه ليري کړل سي.
د یادولو وړ ده، چي د نظارت دا لړۍ به د کندهار ولایت په نورو خصوصي پوهنتونو: ملالۍ، میرویس نیکه، لمر او بېنوا کي هم شروع سي.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۶