ټولو اداري کارمندانو ته د اداري مراسلاتو د لا ښه پوهاوي په موخه سیمينار دائر سو

د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د غونډو په تالار کي، د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست مسئولانو د یاد پوهنتون ټولو اداري کارمندانو ته د اداري مراسلاتو د لا ښه پوهاوي په موخه سیمينار دائر کړ، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال انجینېر اکرام الله صهيب او ټول اداري کارمندان حاضر ول.
په ياد سیمينار کي، د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست رئېس، مولوي سلطان محمد حسیني، وینا وکړه او وې (وه ئې) ویل: زموږ د سفر موخه پوهنتونو ته دا ده، چي د هغوی اداري ستونزي وڅېړو، له کارمندانو سره لازمي همکارۍ وکړو او هغوی ته پوهاوی ورکړو؛ موږ د کندهار پوهنتون د بېلابېلو اداري شعبو څخه لیدنه وکړه او د دې پوهنتون د لا پرمختګ له پاره ځیني لاري چاري په دې سیمينار کي وړاندي کوو.
هغه زیاته کړه، چي دا سیمينار د دې له پاره جوړ سوی؛ تر څو د پوهنتون اداري کارکوونکي د اداري مراسلاتو، کاري اصولو، رسمي مکاتباتو او په نورو اړوندو برخو کي لا وپوهول سي؛ همدارنګه، د پوهنتون کارکوونکو ته دا فرصت برابر سوی، چي خپلي ستونزي او وړاندیزونه له مسئولانو سره شریک کړي؛ تر څو د حل له پاره عملي ګامونه واخیستل سي.
وروسته د ياد ریاست کارمندانو په دې روزنیز سیمينار کي، د کار قوانین او اصول، د اداري مراسلاتو طریقه او رسمي مکاتبات، د کارمندانو د حاضرۍ او ګمارني اصول، د پوهنتون د تشکیلاتي بستونو کاری لایحه، د اداري اسنادو د مدیریت او تنظیم څرنګوالی او نور اړوند موضوعاتو وړاندي کړل.
وروسته سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۲/۶