محصلانو له عینو آنا زیارت څخه لیدنه وکړه

د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي د اول ټولګي محصلانو، د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زدکړو او د خپلي د عمومي پوهي د لوړولو، د افغاني - اسلامي، ملي او علمي مېرمنو سره د بلدتیا، د وطن او هیواد په کچه د مبارزې او علم د میدان ستورو او لارښوونکو څخه د انګېزې او حماسو د اخیستلو په موخه د مېرمن عینو آنا زیارت ته، چي د کندهار په دامان اولسوالۍ کښي دئ، علمي سېر وکړ.
په دغه علمي سېر کښي، د یادي څانګي استاد پوهنمل عطاءالله محمدي لومړی محصلانو ته د عینو آنا د ژوند، د زړه ورتیا او شهامت په اړه معلومات ورکړل. ښاغلي محمدي وویل: عینو آنا ېوه غښتلې، غیرتمنه، مدبره او وطندوسته ښځه وه؛ کله چي د احمدشاه بابا لښکر د هندوستان څخه بېرته د راستنېدلو په حال کښي وو، د کابل او کندهار پر لاره ئې د استراحت او تم کېدلو له پاره پړاو وکړ؛ نو په دغه وخت کښي ېو سرباز، چي کور ئې د پړاو ځای ته نژدې وو، د خپلي مېرمني عینو لیدو ته ولاړی؛ خو کله چي عینو آنا له خپل مېړه څخه پوښتنه وکړه، چي احمدشاه بابا چیري دئ؟ مېړه ئې ور ته وویل؛ چي هغه د لښکر سره دئ؛ عینو آنا پر خپل مېړه باندي ډېر منت وکړ او ورته وې ویل: «څو میاشتي ورسره وې؛ اوس دي دوه ساعته نور انتظار نسوای کولای او کور ته راغلې؛ په داسی حال کښي چي بابا تر اوسه لا په لښکر کښي دئ»؛ کله چي احمدشاه بابا د دغي ښځي د رشادت او شهامت څخه خبریږي، د هغې ډېر قدرداني کوي، ېو دولتي کارېز ور ته هدیه کوی؛ دا کارېز تر اوسه هم د « عینو کارېز» په نامه سره یادیږي اود کابل او کندهار په لویه لاره پر عمومي سړک باندي واقع دئ.
همداراز په دغه علمي سېر کښي، د عینو آنا د ژوند او تاریخي کارنامو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي سول او محصلانو د ياد زيارت په اړه خپل معلومات په ترتيب سره له ټولو سره شريک کړل؛ محصلان د ښووني او روزني پوهنځي؛ په ځانګړي ډول د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي له آمر، استادانو او د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه ډېر خوښ ول، چي و دوى ته ئې د نظري زدکړو ترڅنګ د عملي زدکړو زمينه برابره کړه.
نېټه: ۱۴۰۳/۹/۲۱