علمي شورا: د ماسټرۍ برنامې دي ډېري، د نوو پوهنځیو استادان دي مقرر او چاري دي نوري هم چټکي سي
د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئیس الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري د چنګاښ (سرطان) د میاشتي د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ قدرمن غړي، د پوهنځيو محترم رئیسان او د آمریتو آمران حاضر ول.
یاده ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سوه؛ په شروع کښي د پوهنځیو رئیسانو، د علمي معاونيت، څېړنو او مجلو معاونیت، مالي او اداري معاونيت او د محصلانو معاونیت مسئولانو د خپلو فعالیتو په اړه معلومات ګډونوالو ته وړاندي کړل او په ځینو برخو کښي ئې خپل راتلونکي پلانونه شريک کړل.
ورپسې د اجنډا له مخه د طب پوهنځي د عامي روغتیا د ماسټرۍ برنامې د لا پیاوړتیا او د دوکتورا برنامې د رامنځته کولو، د فقهي مجالسو د کمېټې د جوړېدو، د استادانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي، د جیولوجي او کانونو او ستوماتولوژۍ د نوو پوهنځیو د نصاب او استادانو د ګمارني، د مستشفی عمر تدریسي روغتون د چارو د لا منظمولو، د ۱۴۰۵ لمریز کال د فارغانو د جدولو د چټک ترتیب، د محصلانو له پاره د ځیرکو ټلیفونو د استعمال د کړنلاري او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو په اړه بحث او خبري وسوې، چي د نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړي وسوې.
وروسته د کندهار پوهنتون رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د سوو فعالیتو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د ماسټرۍ برنامو د لا پراختیا، د چارو د چټکتیا، د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا د پرېکړو د عملي کولو، د استادانو، کارکوونکو او محصلانو د صورت او سیرت د اسلامي شریعت مطابق د لا برابرولو او د اداري او علمي چارو د ښه والي په اړه ئې لازمي سپارښتني وکړې. دغه راز ئې د لوړو زده کړو وزارت د څارني او نظارت ریاست د ارزوني هغه راپور هم بیان کړ، چي څو میاشتي مخکي ئې کندهار پوهنتون ارزولی وو؛ هغه نیمګړتیاوي ئې بیان کړې، چي اړوند مسئولان ئې باید په ګډه اصلاح او رفع کړي.
د ناستي په پای کښي د استادانو د تقرر، علمي ترفیعاتو او انفکاک اسناد وکتل سول؛ پر ځینو متفرقه مسایلو بحث وسو او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.