علمي سېر
د بُست پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو کندهار پوهنتون ته علمي سېر وکړ
د بُست پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو کندهار پوهنتون ته علمي سېر وکړ، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون د بېلابيلو ځایو او له اړوند مسئولانو سره ئې وليدل او هم ئې د کندهار د بېلابېلو تاریخي او تفریحي ځایو څخه لیدنه وکړه.
د بُست پوهنتون محصلانو، کندهار پوهنتون ته د خپل علمي سېر پر مهال لومړی، د کندهار پوهنتون د مرکزي لابراتوار، علامه حبيبي کتابتون، لیلیې، مسجد، بېلابېلو آمریتو، طب پوهنځي، د طب پوهنځي لابراتوار او کتابتون، د مستشفی عمر تدریسي روغتون د بېلابېلو څانګو او ځینو برخو څخه لیدنه وکړه او د یادو مرکزو مسئولانو هر اړخیز معلومات ورکړل او هم ئې له خپله اړخه د بْست پوهنتون راغلو محصلانو ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
وروسته د بُست پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون د علمي چارو له مرستیال محترم الحاج پوهنیار مولوي سیف الله سعید صاحب سره ناسته وکړه، ښاغلي سعید صاحب ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او ټولو محصلانو ته ئې د هر راز همکاریو ډاد ورکړ.
په پای کښي د بُست پوهنتون محصلانو د کندهار پوهنتون د رهبرۍ له مېلمه پالني او همکارۍ کولو څخه ځانګړې مننه وکړه.