علمي سېر

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۴۷
image

د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلانو علمي سېر وکړ

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت په هڅو د کمپیوټر ساینس پوهنځي د څلورم ټولګي ٢٩ محصلانو د عملي زده کړو او د خپلي پوهي د لوړاوي په موخه کابل ولایت ته علمي سېر وکړ، چي پر مهال ئې د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت کارکوونکي، د دعوت او ارشاد آمریت اړوند کارکوونکي او د یاد پوهنځي څو استادان هم ورسره ول او هم ئې د یاد علمي سېر رهبري کوله.

محصلانو کابل ته د خپل ۵ ورځني علمي سېر پر مهال لومړی د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي او د یاد پوهنتون د معلوماتي ټیکنالوژۍ آمریت څخه لیدنه وکړه، چي تر لیدني وروسته د یادو ځایو مسئولانو هر اړخیز معلومات ورکړل. دغه راز محصلانو د خپل علمي سېر پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ملي موزیم، ملي ارشیف، کاردان پوهنتون، د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټیکنالوژي ریاست او نور تفریحي ځایو څخه لیدنه وکړه او په اړه ئې معلومات ترلاسه کړل.

محصلان پر دې علمي سفر خوښي ښيي او د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه کوي، چي د دوی له پاره ئې د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو زمينه هم برابره کړه.



نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۳