د کندهار پوهنتون رهبرۍ و بېلابېلو امارتي پوهنتونو ته خپل لس ورځنى علمي سېر پاى ته ورساوه
د کندهار پوهنتون رهبرۍ و بېلابېلو امارتي پوهنتونو ته خپل لس ورځنى علمي سېر پاى ته ورساوه
د کندهار پوهنتون د رهبرۍ غړو او د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو د علمي سیر په لړ کښي د بامیان، بغلان، کندوز، بدخشان، کابل، کابل پولي تخنیک او افغان نړۍوال اسلامي پوهنتونو ته لس ورځنی جلا ـ جلا علمي سېر وکړ او د یادو پوهنتونو د رهبرۍ له غړو سره ئې د علمي همکاریو د پراختیا، ګډو اکاډيمیکو اړیکو او څېړنیزو همکاریو په موخه ناستي هم وکړې.
د دغه علمي سېر پر مهال د هر پوهنتون سره؛ د دواړو لورو ترمنځ د علمي، څېړنیزو او اکاډيمیکو همکاریو د لا پراختیا، د ګډو پروګرامو د تنظیم او د تجربو د تبادلې پر اهمیت هر اړخیزي خبري وسوې؛ دغه راز د یادو پوهنتونو رهبرۍ، کادري غړو او استادانو ته په کندهار پوهنتون کښي د جوړېدونکي نړۍوال کنفرانس د ګډون بلنه هم ورکړل سوه.
همدارنګه هر پوهنتون ته د علمي سېر پر مهال د ياد پوهنتون مسئولانو او استادانو ته د کندهار پوهنتون د پېژندني اړوند پرېزنټېشن وړاندي سو، چي پکښي د پوهنتون د علمي، تدریسي، څېړنیزو، انکشافي او خدماتي فعالیتو، لاسته راوړنو او راتلونکو پروګرامو په اړه مفصل معلومات شریک سول.
دغه راز د کندهار پوهنتون د جوړېدونکي نړۍوال کنفرانس، د څېړنیزو پروګرامو، علمي ډاټابېسو او د ګډو علمي څېړنو د پراختیا په اړه معلومات وړاندي سول او د یادو پوهنتونو له مسئولانو سره د څېړنیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د نظرو تبادله هم وسوه.
نېټه: ۱۴۴۸/۲/۴
د نشراتو او عامه اړيکو آمریت