د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د خپل رسالت له مخه د چاپېریالي ککړتیا د مخنیوي او د ضایعاتو د مدیریت په موخه د عامه پوهاوي کمپاین وکړ

د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د اتم سيميسټر محصلانو، په کندهار ښار کي د چاپېریالي ککړتیا د مخنیوي او د ضایعاتو د مدیریت په موخه د عامه پوهاوي کمپاین وکړ؛
یادو محصلانو د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت سره د مرکې پر مهال وویل: د کمپاین اصلي موخه دا ده، چي خلکو ته د چاپېریالي ککړتیا او د هغې د زیانو په اړه معلومات ورکړل سي، چي په خبره ئې محصلانو د کندهار ښاریانو ته د ککړتیا د صحي، اقتصادي او چاپېریالي زیانو په اړه معلومات ورکړل او د دې موضوعاتو په تړاو ئې لیکل سوي بروشورونه ووېشل.
همداراز محصلان وايي؛ چي د کمپاین بله مهمه برخه د پلاسټیکي ضایعاتو اغېزو ته ځانګړې سوې وه، چي پکښي د پلاسټیک د بدیلو توکو معرفي، د ضایعاتو د مدیریت لاري چاري او د پاک چاپېریال اړوند مهم پیغامونه شامل ول.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۲/۱۸