د کندهار ولایت د ( ۱۴۰۴ ل.) کال عمومي کانکور په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۷
image



د کندهار ولایت د (۱۴۰۴ ل.) کال کانکور، چي د پنجشنبې په ورځ پېل سوی وو؛ پرون د جمعې په ورځ په کندهار پوهنتون کښي په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

د آزمویني کتنه او څارنه د کندهار پوهنتون رئېس شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د محصلانو چارو ښاغلي آمر رحمت الله رښتین او د آزموینو د ملي ادارې محترم راغلي هيئت کوله او د کانکور د څارني او کتني تر څنګ، په آزموینه کښي ئې حاضر ګډونوالو ته د بریاليتوب هیله وښوده.

د یادوني وړ ده، چي د ( ۱۴۰۴ ل.) کال د کانکور په دوهمه لړۍ کي، ننګرهار، لغمان، نورستان، کنړ، روزګان، هلمند، کندهار، زابل، فراه، نیمروز، پکتیا او خوست ولایتونه ګډونوال ول؛

د کانکور په درېیمه لړۍ کي به، بدخشان، تخار، کندز، بلخ سمنګان، جوزجان، سرپل، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونه ګډونوال يي، چي په راتلونکې اونۍ کي به ئې د بایومټریک معلوماتو پروسه پېل سي.

نېټه: ١٤٤٦/١٢/٢٤