د کاري او اداري مهارتو د زده کړي ورکشاپ

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۲:۹
image

د کاري او اداري مهارتو د زده کړي ورکشاپ او د کمپیوټر او انټرنېټ زده کړي له کورس څخه ۲۲۴ محصلان فارغه او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کي فراغت لیکونه ورکول سول

د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت، د بېلابېلو پوهنځيو ۲۲۴ محصلان د کاري او اداري مهارتو د زده کړي د ۱۲ ورځني ورکشاپ او د کمپیوټر او انټرنېټ زده کړي له څلور میاشتني کورس تر بشپړېدو وروسته فارغ کړل، چي په همدې موخه یاد آمریت د فراغت ښايسته مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون مسئولان او سلونه (سلګونه) محصلان پکښي حاضر ول.

مراسيم چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سول، په شروع کښي د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمر مولوي محمد معصوم زاهد صاحب ټولو ته ښه راغلاست ووایه، او وې ویل: موږ او تاسي ټولو ته په کار ده، چي د الله تعالی د بې ‌حسابه نعمتو شکر ادا کړو؛ ځکه چي الله تعالی موږ او تاسي ته د علم، پوهي او زده‌ کړو ښه فرصتونه راکړي دي؛ که د ټولني هغو ځوانانو ته پام وسي، چي علم نه لري؛ نو معلوميږي، چي ډېری همزولي مو د ژوند د سختو شرایطو له امله په بازارو او ورځنیو کارو بوخت دي، له سهاره تر ماښامه کار کوي او د زده ‌کړي فرصت نه لري؛ د علم او زده‌کړو نعمت هر چاته نه يي په نصیب او هغه څوک چي د زده‌ کړو موقع لري؛ باید د دې لوی نعمت قدر وکړي؛ په وروستیو کښي ئې محصلانو ته زیاته کړه؛ د ظرفیت لوړوني دا ډول پروګرامونه د محصلانو له پاره ښه فرصتونه دي؛ زموږ هڅه دا ده، چي د تدريس ترڅنګ، په لنډ مهالو کورسو کښي محصلانو ته هم عملي مهارتونه هم ور زده کړو.

وروسته د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وویل: خوشحاله یم، چي تاسي په بریالیتوب سره دغه تقویتي پروګرامونه او علمي کورس بشپړ کړ؛ د کندهار پوهنتون رهبري همېشه په دې هڅه کښي ده، چي د خپلو محصلانو علمي او مسلکي ظرفیت لوړ کړي او تاسي ته داسي فرصتونه برابر کړي، چي تاسي په بېلابېلو برخو کښي د عملي او نظري پوهي له اړخه پیاوړي سی؛ ځکه ستاسي د کار ساحه پراخه ده او تر فراغت وروسته باید په مختلفو برخو کښي ټولني ته خدمت وکړئ؛ دغه راز د کندهار رهبري هڅه کوي، چي باکیفیته محصلان فارغ کړي؛ تر څو په راتلونکي کښي ټولني ته ګټور ثابت سي، زموږ له پاره کیفیت مهم دئ، نه یوازي سند؛ نو ګرانو محصلانو! باید لا زیاته خواري وکاږئ، خپل مسلکي مهارتونه لوړ کړئ او ټولني او نظام ته مؤثر خدمت وکړئ.
وروسته شیخ صاحب د هغه مبارک حدیث په رڼا کښي، چي پنځه شيان تر پنځو شيانو تر مخه: ځواني له زړښت؛ روغتیا له ناروغۍ؛ شتمني له بې‌وزلۍ؛ فارغه وخت له بوختیا او ژوند له مرګ څخه، غنيمت ګڼل سوي؛ محصلانو ته هر اړخيز اصلاحي بیان وکړ.

تر ویناوو وروسته، ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړل سوې او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ١٤٤٨/١/١