د کادري بستونو مسلکي آزموینه واخیستل سوه
د کادري بستونو مسلکي آزموینه واخیستل سوه
د کندهار پوهنتون د کيفيت لوړاوي د غونډو په تالار کښي د سُهېل لوېدیځ زون د دوو امارتي پوهنتونو (هلمند او روزګان) د بېلابېلو پوهنځیو د ٢١ نوماندانو څخه د کادري بستونو له پاره مسلکي آزموینه واخیستل سوه.
د آزمویني له بهیر څخه د لیدني او څارني پر مهال د کندهار پوهنتون رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د دې پروسې د نظم، شفافیت او امانتدارۍ په اړه ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ او زیاته ئې کړه، چي په پوهنتونو کښي د علمي کادرونو د ګمارني معیار د نوماندانو وړتیا او استعداد ته په کتلو سره کيږي، چي پر همدې اساس به په تاسي کښي هغه څوک بريالی کيږي، چي وړتيا او استعداد ئې ولري.
د یادولو وړ ده، چي تېره ورځ، د یادو پوهنتونو د کادري بستونو له پاره لومړی د ٢٤ نوماندانو څخه د نړۍوالي (انګرېزي او عربي) ژبي آزموینه واخیستل سوه او ٢١ نوماندان و مسلکي آزمویني ته پکښي کامياب سول، چي نن ئې مسلکي آزموينه هم واخيستله سوه.
نېټه: ١٤٤٨/١/٢