د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګي او د انجنيري پوهنځي د اوبو او چاپېريال څانګي محصلانو کابل ته علمي سېر وکړ

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۹:۳۴
image


د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمريت په هڅو، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګي او د انجنيري پوهنځي د اوبو او چاپېريال څانګي محصلانو کابل ته علمي سېر وکړ، چي په جريان کي ئې د اوبو او چاپېريال څانګي محصلانو لومړی د کابل پولي تخنيک پوهنتون، د کابل ښار د نهمي ناحيې د فاضله موادو د اوبو د سیسټم، د قرغې بند، د پغمان قصر، د زابل ولايت د عمري د اوبو بند او نورو بېلابېلو ځایو څخه ليدنه وکړه او دغه راز د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګي محصلانو بیا د کابل پوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځي اړوند د بېلابيلو څانګو، د کابل پوهنتون د عمومي کتابتون، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د ملي موزيم او ملي ارشیف څخه ليدنه وکړه.

د کندهار پوهنتون د انجنيري او ژبو او ادبیاتو پوهنځيو استادان: پوهندوی دوکتور علي محمد رحماني، پوهنیار عبدالرحمن ابراهيمي، ن. پوهنيار قدرت الله کامران، پوهنيار غلام علي اکبري، پوهنيار شېر محمد صافی او د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمريت اړوند د حقوقي کلينیک مسئول محترم میرویس خوشحال، چي د یاد علمي سېر رهبري ئې کوله، په کابل کي د اړوندو ټولو برخو له مسئولانو څخه مننه وکړه، چي د دوی محصلانو ته ئې په اړوندو برخو کي پوره معلومات ورکړل.

همداراز محصلانو هم پر یاد علمي سفر خوښي وښووله؛ هغوی دغه علمي سېر د دوی د عملي زده کړو په برخه کي خورا اړین وباله او هم ئې د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چي د دوی له پاره داسي مهم علمي سفرونه برابروي.

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۲