د (پښتو، انګرېزي او عربي) ژبو د تقویتي کورسونو څخه ۲۵۴ محصلان فارغ سول

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۹:۳۱
image



د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت په هڅو، د بېلابېلو پوهنځیو ۲۵۴ محصلان د (پښتو، انګرېزي او عربي) ژبو د ېو کلن تقویتي کورس له پای ته رسېدو وروسته فارغ سول، چي په همدې مناسبت، د کندهار پوهنتون په عمومي تالار کي، د يادو فارغانو له پاره فراغت غونډه جوړه سوې وه، چي د پوهنتون د رهبري محترمو غړو، د بېلابېلو پوهنځیو رئېسانو صاحبانو، استادانو او محصلانو ګډون پکښي کړی وو.

یاده غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه؛ وروسته د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر مولوي محمد معصوم زاهد صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وې ویل: کندهار پوهنتون تل هڅه کوي، چي د محصلانو د علمي زده کړو تر څنګ، د هغوی د ظرفیت لوړوني له پاره هم بېلابېل پروګرامونه تنظیم کړي؛ دا نننۍ غونډه، چي سلونه (سلګونه) محصلان پکښي د ژبو له کورسونو فارغیږي، زموږ د هڅو ېوه ښکاره بېلګه ده.

ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب خبري وکړې؛ هغه ټولو محصلانو او استادانو ته د مبارکۍ تر ويلو وروسته زیاته کړه: د الله تعالی شکر ادا کوو، چي دغه ارزښتناک کورسونه په بریالۍ توګه خلاص سول؛ د ژبو زده کړه د نړۍ له ملتونو سره د تعامل له پاره بنسټیز ارزښت لري؛ هغه څوک به پرمختګ کوي، چي د نورو ملتونو په ژبو پوه سي؛ د کندهار پوهنتون رهبري پوره هڅه کوي، چي ستاسو ظرفیت لوړ سي او د پوهنتون ټول امکانات مو د همدې موخي له پاره در ته اماده کړي دي.

ښاغلي طیبي د خپلي خاطرې یادونه هم وکړه او وې ویل، چي د ژبي له امله؛ د حج پر مهال د عربو زما سره ډېره مينه پیدا سوه؛ ځکه ما له هغوی سره د دوی په مورنۍ ژبه خبري کولې. په ورستیو کي الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب محصلانو ته د لا زیات کوښښ، د استادانو د نور درناوي او د نبوي سیرت د پیروۍ سپارښتني هم وکړې.

ورپسې د یاد کورس د عربي ژبې استاد ن. پوهنیار مولوي امان الله صاحب او د ژورنالیزم پوهنځي رئېس محترم انورشاه عابد هم خبري وکړې او محصلانو د درو ژبو (پښتو، انګرېزي، عربي) په اړه مقالې هم وړاندي کړې.

په پای کي مسئولانو، ټولو فارغانو ته، تصدیق پاڼي ورکړلې او په ژوند کي د برياليتوب دؤعاوي ورته وسوې.

د یادوني وړ ده، چي د ژورنالیزم پوهنځي محصلانو ته هم، چي د درې میاشتنی کمپیوټر زده کړي کورس ئې بشپړ کړی وو، تصدیق پاڼي ورکړل سوې.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۷