د ټولو پوهنځیو د څانکو له آمرانو سره د همږغۍ ناسته وسوه

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۹:۲۴
image

 

د چهارشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د پوهنتون د علمي چارو د محترم مرستیال پوهنمل دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالمزي په مشري، د ټولو پوهنځیو د څانکو له آمرانو سره د همږغۍ ناسته وسوه، چي پکښي د مالي او اداري چارو قدرمن مرستیال انجینېر اکرام الله صهیب، د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو محترم آمر پوهنیار مولاداد حقمل او د ټولو څانګو آمران صاحبان حاضر ول.

ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون د علمي چارو محترم مرستیال پوهنمل دوکتور ضیاءالحمن مشک عالم زي صاحب ټولو آمرانو ته ښه راغلاست ووایه او هیله ئې وښوده، چي د اختر رخصتي ئې پخیر تېره کړې يي او خپلو دندو ته په خیر راستانه سوي يي؛ هغه په چارو کي پر لاهمږغۍ ټینګار وکړ او راتلونکو شل سلنه آزموینو ته ئې د پوره امادګۍ غوښتنه وکړه او وې (وه ئې) ویل، چي آزمویني باید پر خپل وخت پېل او پای ته ورسیږي.

همداراز هغه په خپلو خبرو کي زیاته کړه، چي ټولي شقې باید په HEMIS سیسټم کي ورسول سي او د حاضریو پوره پابندي وسي.

ورپسې د ټولو پوهنځیو د څانکو آمرانو خپل وړانديزونه او غوښتني د رهبرۍ سره شريکي کړې، چي رهبرۍ په خپله برخه کښي د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ او وروسته په ناسته کښي پر ځینو نورو متفرقه مسایلو هم بحث وسو؛ په اړه ئې تر نظرو تبادلې وروسته مهمي پرېکړي وسوې او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۰۴/۱/۲۱