د نهايي آزمویني نېټه تائيد او اعلان سوه
د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د محصلانو چارو مرستیال مولوي نوراحمد ایوبي په مشرۍ د آزمویني کمېټې نوبتي ناسته وسوه.
ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېله سوه، په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې په چارو کښي پر لاښه اخلاص کولو او شفافیت باندي هر اړخیزي خبري وکړې او زیاته ئې کړه، چي هر کار باید د الله جل جلا له د رضا له پاره وکړو؛ ترڅو الله جلجلاله او رسولالله ﷺ راڅخه راضي سي او هم په دؤنیا (دنيا) او آخرت کښي، سرلوړي اوسو؛ وروسته ښاغلي طیبي د خپلو خبرو پر مهال د آزمویني پر نظم، شفافیت، آزمویني ته د محصلانو پر وخت راتګ او ځینو نورو مهمو برخو کښي سپارښتني وکړې.
ورپسې د محصلانو چارو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي وویل: په ټولو پوهنځیو کښي سميسټرونه د پلان له مخه په منظمه توګه پای ته رسېدونکي دي؛ نو د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې د پرېکړي سره سم به، د روان سميسټر نهايي آزمویني د (۱۴۰۳ ه ش) کال د مرغومي د میاشتي پر اتمه نېټه د شنبې په ورځ پېل سي.
د ناستي په ورستیو کي د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې غړو د آزموینو په لا ښه ډول اخیستلو او نورو اړوندو برخو په اړه خپل نظرونه ناستي ته وړاندي کړل، او له خپله اړخه ئې د هر راز همکاریو ډاډ وړاندي کړ.
وروسته ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۰/۴