د نفس د تزکیې په اړه بیان وسو
د کندهار پوهنتون د انجینېري پوهنځي استادانو او اداري کارمندانو ته، دعوت او ارشاد آمریت د نفس د تزکیې په اړه بیان وکړ.
ياد بیان، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سو، په سر کښي، د دعوت او ارشاد آمریت ښاغلي مبلغ حافظ مولوي عبدالحق د اصلاحي بیان ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه، وروسته ئې د تزکیة النفس په اړه ګټور معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او د نفس اصلاح ئې د انسان د ژوند د بریالیتوب یوازنۍ لاره وبلله؛ استادان او کارمندان ئې هم وهڅول، چي د کورنۍ او ټولنۍ د اصلاح له پاره دي له دې تګلاري څخه ګټه واخلي؛ تر څو لا ېوه نېکمرغه ټولنه ولرو.
ورپسې د دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي بیا د علماء کرامو سره مینه او اړیکه پالل په اړه بیان وکړ، چي په خبره ئې؛ په قرآن کریم او نبوي حدیثو کښي د عالم مقام خورا لوی او مهم بلل سوی دئ؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (دا درې کارونه) د الله د لویي بیانولو په مانا دي: د مسلمان سپينږيري احترام، د قرآن د هغه عالم احترام، چي په قرآن کریم کښي افراط او کمي نه کوي او د عادل پاچا احترام کول. عن أبي موسى الأشعري – رضي الله عنه – قال: قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم -: إن من إجلال الله إكرامَ ذي الشيبة المسلم، وحاملِ القرآن غير الغالي فيه والجافي عنه، وإكرامَ ذي السلطان المقسط. رواه أبو داود.
وروسته دغه بیان د دوعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۰۳/۸/۲۹