د نصاب د درسي لړۍ په دوام، د دوهم باب: پاکوالي او لمانځه آزموینه واخیستل سوه
د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت، د پوهنتون د ټولو اداري کارکوونکو څخه د نصاب د درسي لړۍ په دوام، د دوهم باب تحریري آزموینه واخیسته.
یاده آزموینه د هغه درسي نصاب له مخه واخیستل سوه، چي د دعوت او ارشاد آمریت مبلغ ښاغلي مولوي عبدالصمد سعید د پنځو میاشتو په موده کښي تدریس کړی وو؛ په دې موده کښي ګډونوالو ته د طهارت او صلات اړوند فقهي مسائل، شرعي احکام، د عباداتو د صحیح اداء کولو اصول او اړوند موضوعات په منظم او دوامداره ډول تدریس سول.
د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت مسئولان وايي: د آزمویني موخه د ګډونوالو د علمي کچي معلومونه، د تدریس سوو موضوعاتو د زده کړي اندازه ارزونه او د دیني پوهاوي لا پیاوړتیا وه.
نېټه: ١٤٤٨/٢/١٨
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت