د میرویس نیکه خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د شهید سوو استادانو د فاتحې په مراسمو کي ګډون او دؤعاوي وسوې

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۰:۳۹
image

 

د میرویس نیکه خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د استادانو (نثاراحمد دراني، کلیم الله سیدي او د همدې مؤسسې استاد او د کندهار نساجي فابریکي مرستیال محمد حنیف مبین)، د فاتحې او ختم په مراسمو کي د کندهار پوهنتون قدرمن رئېس الحاج شېخ مولوي صاحب عبدالرحمن طیبي، محترمو مرستیالانو، د پوهنځیو قدرمنو رئېسانو، استادانو، د ځینو آمریتو آمرانو، اداري او خدماتي کارمندانو ګډون وکړ.

مراسم چي د یادي مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کي جوړ سوي ول، د کندهار پوهنتون قدرمن رئېس الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په خپلو خبرو کي وویل، چي کندهار پوهنتون په یاده غمجنه واقعه کي د شهیدانو له کورنیو او د همدې مؤسسې له غړو سره ځان شریک بولي؛ ځکه مسلمانان ټول د ېوه وجود مثال لري؛ موږ ټول په هر مشکل کي درسره يو؛ دغه پېښه د ټول تحصیلي ډګر له پاره ېوه ستره ضایعه ده؛ د الله جل جلاله له دربار څخه دوی ته د مغفرت دؤعا کوو او دوستانو ته ئې د صبر جمیل غوښتنه کوو.

همداراز قدرمن شېخ صاحب زیاته کړه، چي د ژوند په ټولو چارو کي که د خوشحالۍ او یا غم حالت وي؛ الهي کتاب لرو، چي د هغه په رؤڼا کي زموږ ژوند روان دئ؛ الله تعالی جل جلاله په قرآن کریم کي فرمايي، چي هر انسان به د مرګ څکه کوي؛ نو موږ باید دې ته امادګي ولرو، چي هر وخت او هر چیري چي مو الله تعالی فیصله کړې وي؛ هلته به مرو؛ باید ښه اعمال وکو او پر الهي پېښه باندي صبر وکو او شهداؤ ته به د مغفرت دؤعاوي کوو.

وروسته د شهداؤ د ارواح د خوښۍ او مغفرت له پاره دؤعاوي وسوې.

د یادوني وړ ده، چي یاد استادان، د همدې مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو او اقتصاد پوهنځیو علمي غړي ول، چي د کوچني اختر پر درېیمه، د هرات ولایت پر لاره په ېوه ټرافیکي پیښه کښي شهيدان سوي ول.

نېټه: ۱۴۰۴/۱/۱۸