د مونوګراف لیکلو د نوي تګلاري په اړه سيمينار وړاندي سو

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۷:۲۰
image



د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي اړوند، د څلرم ټولګیو محصلانو ته، پوهندوی دوکتور قدرت الله نظري او پوهنمل کریمداد شریفي د لوړو زده کړو وزارت د مونوګراف لیکلو نوی جوړه سوې طرحه محصلانو ته وړاندي کړه.

یادو استادانو د مونوګراف پر ارزښت او اهمیت باندي خبري وکړې او له محصلانو څخه ئې وغوښتل، چي د خپلي څلور کلني تحصیلي دورې پایلیک (مونوګراف) په لیکلو کي ډېر دقت او غور وکړي؛ تر څو مونوګراف مو له هر راز نیمګړتیاؤ څخه خالي او د نوي طرز المعل مطابق جوړ يي؛

د سيمینار په وروستۍ برخه کي، د محصلانو پوښتنو ته جوابونه وویل سول او سیمینار په دؤعا کولو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۰۳/۱۲/۴