د لوړو زده کړو سرپرست وزير د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د استادانو او محصلان سره وکتل
د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر جلالتمآب قدرمن شېخ مولوي نداء محمد ندیم صاحب د خپلو کتنو په لړ کښي، د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د استادانو او محصلان سره وکتل، چي پر مهال ئې د لوړو زده کړو وزارت، د مالي او اداري چارو رئېس ښاغلی عبدالباري خپلواک، د کندهار پوهنتون قدرمن رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د طب پوهنځي استادان او محصلان سره حاضر ول.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون قدرمن رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شېخ مولوي نداء محمد ندیم صاحب او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه؛ وروسته ئې وویل: اوس الحمدالله د نظام د هري ادارې دروازه د هر چا پر مخ خلاصه ده او هرڅوک کولای سي مخامخ له مسئولانو سره خپلي ستونزي او غوښتني شریکي کړي. همداراز شیخ صاحب زیاته کړه، دا نظام او آزادي په سوال کولو نه ده راغلې؛ بلکي د سر پر قربانیو او د شهیدانو د وینو په قربانیو لاس ته راغلې ده؛ هغه وویل: تر ډېرو قربانیو او تکلیفو وروسته اوس موږ او تاسي ته نظام را پاته دئ؛ باید پوره ملاتړ او خدمت ئې وکړو.
وروسته د طب پوهنځي رئېس پوهنوال ډاکټر غلام محي الدین مدثر، د کادري روغتون رئېس ډاکټر احمد شاه عمر، د استادانو په استازیتوب پوهاند ډاکټر محمد زکریا امیرزاده او د محصلانو په استازیتوب ویناوي وسوې؛ دوی د افغانستان د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر جلالتمآب قدرمن شېخ مولوي نداء محمد ندیم صاحب په رانګ خوښي وښودله او شکر ئې ادا کړ، چي د نظام مشران مو ورځ تر بلي د هیواد پرمختګ له پاره ګامونه اخلي، وروسته ئې په ځینو برخو کښي خپل وړاندیزونه او غوښتني د لوړو زده کړو د سرپرست وزير صاحب سره شریکي کړې.
ورپسې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شېخ مولوي نداء محمد ندیم صاحب خوښي وښودله، چي د طب پوهنځي د ډاکټرانو صاحبانو سره ګډ مشورتي مجلس لري او همداراز ئې د طب د علم پر ارزښت هر اړخیزه وینا وکړه، وروسته وزیر صاحب محصلانو او استادانو ته په خطاب کښي وویل: موږ ټول امکانات په کار درته اچولي، تاسي محصلان په خپل علم او مسلک کښي ښه زحمت وکاږی او استادان دي خپل علم په لاښه ډول درته انتقال کړي او ستاسي په روزنه کښي دي لا پوره – پوره اخلاص وکړي؛ له فراغت وروسته د دې ځورېدلي ملت سترګي همدا تاسي ته دي؛ نو غوښتنه مي دا ده، چي د ځورېدلي اولس هیلي ور پوره کړئ؛ ترڅو افغانان د پردیو هیوادونو څخه راوګرځي او همدلته په هیواد کښې ستاسي په مټ درملنه وسي.
هغه همدا راز د وزارت په کچه د بشپړي همکارۍ ډاډ وړاندي کړ او ژمنه ئې وکړه، چي ټولي ستونزي به ئې ورحل کړي او دغه راز ټولو غوښتنو ته د رسېدو په موخه به ئې پوره هڅه وکړي.
وروسته کتنه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۰۳/۹/۵