د علم المیراث په نوم یو میاشتنی ورکشاپ پای ته ورسېد
د علم المیراث په نوم یو میاشتنی ورکشاپ پای ته ورسېد
د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همغږۍ آمریت اړوند د حقوقي کلینیک مدیریت، د شرعياتو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو د څلورم کال محصلانو ته، د شرعیاتو پوهنځي د استاد محترم پوهنیار عابد احمد صمیم په همکارۍ د علم المیراث په نوم یو میاشتنی ورکشاپ د تقريري سیالۍ په کولو سره پای ته ورساوه، چي په وروستيو مراسمو کي ئې د شرعیاتو او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو رئیسان، استادان او محصلان حاضر ول.
د ياد یو مياشتني ورکشاپ پر مهال محصلانو ته د علم المیراث بنسټیز اصول، د فرضونو پېژندنه، د شرعي میراث د وېش طریقې، ستونزي، استثناوي او د عملي حللارو تمرینونه تدریس او تشریح سول.
په وروستۍ ورځ، د ورکشاپ د پای مراسم د یوې علمي تقریري سیالۍ په ترسره کولو سره شروع سول، چي په دغه سیالۍ کي د محصلانو ترمنځ د علم المیراث د مفاهیمو ژوره پوهه، قضاوتي وړتیا او د اسلامي فقهي سرچینو ته د استناد مهارتونه وړاندي سول، چي په نتيجه کي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصل ښاغلی جارالله د لومړي مقام ګټونکی، دوهم مقام صفيالله د شرعیاتو پوهنځي او درېیم مقام سیداحمد سعید د حقوقو پوهنځي محصل ترلاسه کړ.
په وروستيو کي ګډونوالو محصلانو ته تصديق پاڼي او او د ورکشاپ روزونکي پوهنیار عابد احمد صمیم ته ستاینلیک ورکړل سو او وروسته ورکشاپ د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۳