د علمي څېړنو او نشراتو کمېټې غونډه وسوه
د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت د غونډو په تالار کښي، د انجینېري پوهنځي د استاد پوهنوال انجینېر شېرشاه رشاد په مشري، د علمي څېړنو او نشراتو کمېټې اتمه نوبتي غونډه وسوه، چي پر مهال ئې د دې کمېټې ټول غړي حاضر ول.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه، په سر کي د کندهار پوهنتون استاد ښاغلي پوهنوال انجينېر شېرشاه رشاد د ناستي ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه، وروسته ئې د یادي کمېټې تېرو پرېکړو ته لنډه کتنه وکړه او په اړه ئې د سوو اجراءاتو راپورونه واورېدل.
ورپسې په غونډه کي د علمي څېړنو او علمي مجلو معاونيت مرستیال ښاغلي پوهندوی دوکتور کمال الدین کمال د اجنډا مطابق د فلیالو پوهنتونو له پاره د ورکشاپو د دائرولو پر پلان، د پوهنځیو د څېړني کمېټو د ارزوني د نتایجو پر شریکولو، د استادانو د رتبو د ترفیعي آثارو پر تائيدولو او بېلابېلو موضوعاتو خبري وکړې او تر نظرو وړاندي کولو وروسته ئې په اړه اړيني پرېکړي وسوې؛ همداراز په غونډه کي د طبیعي علومو اړوند د علمي څېړنو له پاره د کندهار پوهنتون د نړۍوال ژورنال د جوړولو په اړه هم بحث او مشورې وسوې.
د غونډي په وروستیو کښي، د مسلکي پرمختايي مرکز آمر پوهنمل عطاءالله محمدي، د پوهنتون د فېسبوک پر پاڼه باندي د استادانو د علمي څېړنو د خپرولو د نوي فارمټ طرحه، چي د څېړنیز مرکز او عامه پوهاوي آمریت په ګډه جوړه کړې وه؛ وړاندي کړه، چي تر نظرو وړاندي کولو وروسته یاد فارمټ تائيد سو.
وروسته ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۰۳/۱/۲۰