د عامه پالیسي طرحي د جوړولو سیالي ترسره او پایلي ئې د ېوې شانداري غونډي په ترڅ کښي اعلان سوې

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۱:۹
image

د عامه پالیسي طرحي د جوړولو سیالي ترسره او پایلي ئې د ېوې شانداري غونډي په ترڅ کښي اعلان سوې

د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د یاد پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي او د مسلکي پرمختیايي مرکز د ګډ پلان پر اساس، په هیواد کښي په لومړي ځل د سُهېل لوېدیځ زون په کچه د ېوولسو دولتي پوهنتونو او شخصي لوړو زده کړو مؤسسو ترمنځ، د عامه پالیسي طرحي د جوړولو سیالي ترسره او پایلي ئې د ېوې شانداري غونډي په ترڅ کښي اعلان سوې، چي په مراسمو کښې، د کندهار پوهنتون مسئولان، د عامه او شخصي سکټورو مسئولان، استادان، مېلمانه او سلونه محصلان حاضر ول.

مراسم چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سول؛ په پېل کښي، د کندهار پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي رئېس پوهنمل محمد محتاج ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه؛ د محصلانو جوړي سوي طرحي او د دوی د کوښښو ستاینه او قدرداني ئې وکړ، هغه وویل: دا سیالي ئې د محصلانو د ظرفیت لوړوني او د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي کار سره د پېژندګلوۍ په موخه دائره کړې، چي د یادي سیالۍ ګډونوال محصلان، د سیالۍ تر مخه د عامه پالیسي طرحي د جوړولو په ېوه درې ورځني ورکشاپ کښي، چي په مسلکي پرمختیایي مرکز کښي دائر سوی وو، د عامه پاليسي د څانګي آمر پوهنيار محمد کبیر احسان روزلي ول؛ هغه زیاته کړه؛ زموږ د محصلانو جوړي سوي پالیسۍ تطبیق، د عامه او شخصي سکټورو د مسئولانو سره د ټولني په پرمختګ کښي ډېر او مهم رول لري.

ورپسې هر پوهنتون او لوړو زده کړو مؤسسې په نوبت سره خپله جوړه سوې طرحه، چي لومړی د افغانستان د کرنیزو علومو او ټیکنالوژۍ ملي پوهنتون (په سُهېل لوېدیځ زون کښي، پر کرنیز، اقتصادي، ټولنیز او محیطي سکتور باندي د وچکالۍ د بحران د اغېزې مطالعه او حللاري)، د هلمند پوهنتون (د افغانستان د مالي شمولیت پالیسي له پاره مؤثره طرحه)، د کندهار ملالۍ شخصي لوړو زده کړو مؤسسې (د خپلسري درملني د روغتیا مشورې پرته، د درملو د استعمال د مخنیوي طرحه)، کندهار پوهنتون (په افغانستان کښي، د کثافاتو د مؤثره مدیرت کولو له پاره طرحي)، د کندهار د بېنوا شخصي لوړو زده کړو مؤسسې (په افغانستان کښي، د ټیکنالوژۍ په کارولو سره د ترافیکي پېښؤ کنټرول او مخنیوی)، د زابل د لوړو زده کړو مؤسسې (زموږ په ټولنه کښي، د علمي څېړنو د تطبیق په وړاندي خنډونه او حل لاري ئې)، د هلمند بست پوهنتون (د هلمند ولایت د اوبو د سپما طرحه)، د کندهار د لمر شخصي لوړو زده کړو مؤسسې (په کندهار ولایت کښي، د اور لګېدني د کچي راټیټول) او د کندهار د میرویس نیکه شخصي لوړو زده کړو مؤسسې (په کندهار کښي، د ځمکي لاندي اوبو د سطحي ټيټېدل) ېوه پرېزنټېشن له لاري وړاندي کړه، او د ګډونوالو اړوندي پوښتني ئې جواب کړې.

ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس محترم شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب خوښي وښودله، چي نن په ېوه تالار کښي، د سُهېل لوېدیځ زون په کچه د لسو دولتي پوهنتونو او شخصي لوړو زده کړو مؤسسو استازي او محصلان ناست او راټول دي او دا د پوره ېووالي، وحدت او همږغۍ ېو مثال دئ؛ وروسته شېخ صاحب د خپلو خبرو پر مهال د هر پوهنتون د محصلانو طرحي وستایلې او دا ئې د نظام سره د ملاتړ او اولس سره د مرستي ېو مهم فعالیت یاد کړ.

سیالۍ د پای تر رسېدو وروسته، د کندهار پوهنتون طرحه لومړی مقام، بُست پوهنتون دوهم،  ملالۍ د لوړو مؤسسې درېیم، هلمند  پوهنتون څلرم او زابل د لوړو زده کړو مؤسسې پنځم مقام خپل کړ، چي  مسئولانو جايزې او ستاینلیکونه ورکړل.

وروسته سیالي د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
نېټه ۱۴۰۳/۹/۱۴