د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره د امربالمعروف او نهي عنالمنکر قانون د ښه نافذولو اړوند د همږغۍ ناسته وسوه
د چهارشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت؛ د شرعیاتو پوهنځي په ریاست کښي، د شرعیاتو پوهنځي او اسلامي ثقافت له ټولو استادانو سره د امربالمعروف او نهي عنالمنکر قانون د ښه نافذولو اړوند د همږغۍ ناسته وکړه، چي په یاده ناسته کښي، د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي، د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالمزی، د شرعیاتو پوهنځي رئېس مولوي حزب الله کندهاری، د دعوت او ارشاد آمر مولوي فضل احمد فضلي او د یادي پوهنځي او اسلامي ثقافت مضمونو استادان حاضر ول.
په همدې موخه جوړه سوې ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېله سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه؛ وروسته ئې وویل: علماء کرام په ټولنه کښي ډېر ارزښت لري او هم ئې مسئولیت تر هر چا ډېر دئ؛ علماء کرام مسئولیت لري، چي خلک دين ته را وبولي، په سالمه عقيده او اسلامي روحيه ئې سمبال کړي او اسلامي اُمت ته، له ګمراهۍ او بې لاريتوب څخه نجات ورکړي او الحمدالله؛ الله جل جلا له په افغانستان کښي داسي نظام حاکم کړ، چي رهبران ئې ټول علماء کرام دي، په دې نظام کښي علماؤ او د علماوو مشورو ته احترام سته؛ الله جلجلاله ېو ښه فُرصت راکړی؛ راسئ لا نور د شریعت او د الله جلجلاله د دین د تطبیق په برخه کښي پوره ـ پوره کوښښونه وکړو.
همداراز شېخ طیبي صاحب استادانو ته په خطاب کښي وویل؛ د نظام ټول حکمونه او قوانین تر هر چا تاسي محصلانو ته په ښه توګه رسولای سي؛ نو د امربالمعروف او نهي عنالمنکر قانون تر ټولو محصلانو پوري ورسوئ او هغوی ته ئې تشریح کړئ، چي پر دې قانون عمل کول زموږ او ستاسي د دؤنیا او آخرت ګټه ده؛ ځکه چي دغه قانون د قرآن کریم، حدیثو او حنفي فقهي څخه جوړ دئ او همداراز ټول محصلان، د نبي ﷺ د سنتو اتباع عملي کېدو ته دعوت کړئ.
د ناستي په وروستیو کښي د کندهار دعوت او ارشاد آمریت؛ د امربالمعروف او نهي عن المنکر د توشیح سوي قانون اړوند ېوه – ېوه جریده هر استاد ته ورکړله او وروسته ناسته د دؤعا په کولو پای ته ورسېده.
نېټه: ۱۴۰۳/۸/۲۴