د شخصي د لوړو زده کړو مؤسسو د دعوت او ارشاد آمرانو سره د همږغۍ ناسته وسوه

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۸:۴۲
university

د تېري پنجشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د یاد ولایت د شخصي د لوړو زده کړو مؤسسو د دعوت او ارشاد له آمرانو سره د همږغۍ ناسته وسوه.

د ناستي پېل چي د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو وسو؛ وروسته د کندهار پوهنتون دعوت او ارشاد آمر مـولوي فضل احمد فضلي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د دعوت او ارشاد اړوند ځینو برخو کښي ئې یادو آمرینو ته سپارښتني وکړې او د خپله اړخه ئې د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړ.

ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي په پوهنتونو کښي، د دعوت او ارشاد آمریت فعالیتونه خورا مهم یاد کړل او په دې برخه کښي ئې د چارو د ښه تنظیم، همږغي، د اسلامي اُصولو او د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر په برخه کښي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانو د ښه تطبیق، د کاري بهیر د چټکتیا او شفافیت غوښتنه وکړه او د خپلو خبرو پر مهال ئې یادو آمرانو ته د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړ.

په وروستیو کښي پر ځینو متفرقه مسایلو هم خبري وسوې او په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې.

وروسته ناسته د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۰۳/۵/۷