د ترکي ژبي د زده کړي له کورس څخه ۳۲ محصلان فارغه سول

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۶:۲۷
turkey language

د دوشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د مرکزي لابراتوار د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت او افغان ترک عالي لېسې په ګډه همکارۍ؛ د ترکي ژبي د زده کړي ۴۵ ورځنی روزنیز کورس څخه ۳۲ محصلان فارغه سول، چي په فراغت غونډه کښي ئې د کندهار پوهنتون مسئولان، د افغان ترک عالي لېسې مسئول هارون دیسي ایري او محصلان حاضر ول.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېله سوه؛ په سر کښي، د محصلانو د خدماتو او انسجام آمر م-ولوي محمد معصوم ټولو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې د افغان ترک عالي لېسې د استادانو څخه مننه وکړه، چي د ترکي ژبي کورس ئې زموږ د محصلانو له پاره دائر کړی وو او د نورو ورته کورسو د دائرېدو غوښتنه ئې وکړه.

ورپسې، د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ م. عبدالرحمن طیبي ټولو فارغانو ته مبارکي وویله، وروسته ئې د ژبو د زده کړي د ارزښت د بیانولو ترڅنګ د افغانستان او ترکیې هیوادونو دوستانه اړیکو او مشترکاتو ته هم اشاره وکړه؛ هغه په خپلو خبرو کي د ښووني په برخه کي د یاد بنسټ د کړو فعالیتو او کارونو ستاینه وکړه او هم ئې په دې برخه کي د لا نورو فعالیتو د پراخوالي او ډېروالي غوښتنه وکړه.

ورپسې د افغان ترک معارف عالي لېسې مسئول هارون دیسي ایري، د ترکي ژبي د ابتدائیه زده کړو څخه فارغه محصلانو ته مبارکي وویله، او خوښي ئې وښودله، چي کندهار پوهنتون او افغان ترک معارف عالي لېسې ترمنځ د سوي تفاهم لیک له مخه ېو بل سره ګډه همکارۍ او همږغي ته لاره هواریږي.

د مراسمو په ورستیو کښي، ټولو فارغانو ته، مسئولانو تصدیق پاڼي ورکړلې، او په ژوند کښي د برياؤ دؤعاوي ورته وسوې.

وروسته یاده غونډه د دؤعا په ویلو پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۰۳/۳/۱۵