د بشپړ اعتبار د سند د خوندیتوب دوه ورځنی د پوهاوي ورکشاپ پېل سو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۶:۳۰
workshop

د دوشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د کیفیت د لوړاوي آمریت د غونډو په تالار کښي، د یاد پوهنتون د رهبري غړو، د اصلي کمېټو مشرانو او مستقلو آمریتو آمرانو ته، د بشپړ اعتبار د سند د خوندیتوب دوه ورځنی د پوهاوي ورکشاپ پېل سو، چي پر مهال ئې د کندهار پوهنتون مسئولان، د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمين او اعتبار ورکولو رئېس استاد شاکر واحیدي او د یاد وزارت د کیفیت د تضمین غړي حاضر ول.

ياد ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سو، د پېل په مراسمو کښي، د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ م. عبدالرحمن طیبي د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې ئې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمين او اعتبار ورکولو ریاست راغلي پلاوي څخه ځانکړې مننه وکړه، چي د کندهار پوهنتون کارمندانو ته د بشپړ اعتبار د سند د خوندیتوب د لاښه پوهاوي ورکشاپ دائره وي او له خپله اړخه ئې راغلي پلاوي ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمين او اعتبار ورکولو رئېس استاد شاکر واحیدي لومړی د خپلو خبرو په پېل کښي، په (۱۴۰۲ هـ.ش) کال، د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ریاست په ارزونه کښي، د کندهار پوهنتون خپل علمي (اکاډیمیک) اعتبار د بیا ساتلو مبارکي د یاد پوهنتون و رهبرۍ او استادانو ته وویله او زیاته ئې کړه، چي دا ستاسي د استادانو او کارمندانو هڅي وې، چي کندهار پوهنتون ېو ځل بیا خپل علمي اعتبار وساتی، ښاغلي واحیدي وروسته د یاد ورکشاپ په اړه معلومات وړاندي کړل او دا ورکشاپ ئې د کیفیت د تضمين د لاښه پوهاوي له پاره مهم یاد کړ.

د ورکشاپ د پېل تر ویناؤ وروسته، د نهاد په کچه له ۱ - ۱۱ پوري معیارونه تشریح او وړاندي سول او همداراز به یاد ورکشاب سبا هم ادامه ولري.

وروسته ورکشاپ د دؤعا په ویلو پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۰۳/۳/۱۵