د اداري چارو سره د بلدتیا، پلان جوړولو او د اداري مراسلاتو د لا ښې زده ‌کړي په موخه ۵ ورځنی ورکشاپ پیل سو

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۳۶
image

د اداري چارو سره د بلدتیا، پلان جوړولو او د اداري مراسلاتو د لا ښې زده ‌کړي په موخه ۵ ورځنی ورکشاپ پیل سو

د کندهار پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت اړوند د ظرفیت لوړوني عمومي مدیریت، د خپل پلان پر اساس، د مسلکي پرمختیایي مرکز د غونډو په تالار کښي، د بېلابېلو پوهنځيو تدریسي او اجرائیه مدیرانو ته د اداري چارو سره د لا ښه بلدتیا، پلان جوړولو او د اداري مراسلاتو د اصولو د لا ښه زده‌ کړي په موخه د ظرفیت لوړاوي پنځه ورځنی ورکشاپ پیل کړ.

ورکشاپ چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سو؛ په سر کښي د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر پوهندوی عصمت الله عثماني صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د اداري کوونکو له پاره ئې د یاد ورکشاپ د ارزښت، اړتیا او موخو په اړه معلومات وړاندي کړل؛ هغه وویل: هره اداره د خپل پرمختګ، اغېزمنتیا او د چارو د ښه تنظیم له پاره مناسب بستونه ایجادوي او وړ کسان پر دندو ګماري؛ تر څو ټاکل سوي هدفونه په ښه توګه ترلاسه سي؛ پوهنتون هم د درو مهمو قواوو؛ استادانو، محصلانو او اداري کارکوونکو څخه جوړ دئ او د دغو ټولو برخو همږغي او ګډ کار د پوهنتون د پرمختګ سبب کيږي؛

وروسته د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د دې ډول علمي او روزنیزو پروګرامو پر جوړېدو خوښي وښودله؛ د کارکوونکو چارو له آمریت څخه ئې مننه وکړه، چي د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي په موخه ئې دا مهم او ګټور ورکشاپ پیل کړی دئ؛ او وې (وه يې) ویل: هر اداري کارکوونکی باید له خپل کار، مسئولیتو او دندو سره بشپړه بلد يي؛ کندهار پوهنتون یو مهم علمي مرکز دئ او ټول کارکوونکي باید ځانګړى پام ور ته وکړي؛ باید په خپلو چارو کښي نوښت وکړي، خپلو دندو ته پوره متوجه واوسئ، د محصلانو، استادانو او مراجعانو (مراجعينو) ستونزي پر وخت ور حل کړي او له ټولو سره په لا ښه ورین تندي، ښو اخلاقو او مناسب ډول ګوزاره وکړي.

ورپسې د کارکوونکو چارو آمر محترم مولوي محمد اسماعیل سعادت صاحب له ګډونوالو څخه وغوښتل، چي په دې ورکشاپ کښي پر خپل وخت ګډون وکړي او د ورکشاپ د حاضرۍ پابندي اوسي؛ تر څو له دې روزنیز پروګرام څخه پوره ګټه واخلي.

تر ویناوو وروسته، رسماً د یاد ورکشاپ لومړۍ درسي برخه، د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي محترم استاد پوهنيار احمد رسول سیدی د پلان جوړوني اړوند په يو ترتیب سوی پرېزنټېشن کښي وړاندي کړه او د پلان پېژندنه، اهمیت، موخي، ځانګړني، عناصر، ډولونه، د پلان جوړوني پروسه، اصول، تخنیکونه، مهارتونه او اخلاقي ملاحظات ئې تشریح کړل؛ همدارنګه ئې د اداري او مسلکي چارو په پرمختګ کښي د پلان پر ارزښت رڼا واچوله او وې ويل: بریالۍ ادارې په منظمو او عملي پلانو خپلو موخو ته رسيږي.

د یادولو وړ ده، چي دغه د ظرفیت لوړاوي ورکشاپ به ۵ ورځي دوام ولري، چي ګډونوالو به پکښي د پلان پېژندنه، ډولونه، اهمیت، انفرادي پلان جوړونه، عملیاتي پلان، اداري مراسلات، په اسلامي نظام کښي اداري نظام او ځيني نور مهم اداري او مسلکي موضوعات په عملي ډول زده کړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۸