د OBE-SCL لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴۷
image

 

 

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کي، د بېلابېلو پوهنځیو استادانو ته د پايلو پر بنسټ د ښووني او روزني او محصل‌محوره زده‌کړي لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

 

په همدې موخه په جوړ سوو وروستیو مراسمو کي لومړی د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر، پوهندوی عطاءالله محمدي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د OBE-SCL د ورکشاپ پر ارزښت، موخو او ګټو ئې هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.

 

ورپسې، د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب، د خپلو خبرو په سر کي د ياد ورکشاپ له روزونکو: پوهاند ډاکټر صاحب زرغون ترين، پوهنمل دوکتور حشمت الله ترين، پوهنيار عبدالاحد زاهد او پوهندوی عطاء الله محمدي څخه ځانګړې مننه وکړه او د دوی هڅي ئې وستايلې، چي د یاد ورکشاپ منځپانګه ئې له ګډونوالو سره شریکه کړه او وروسته ئې استادانو ته په خطاب کي وویل: دا لس ورځنی ورکشاپ ستاسي د استادانو له پاره ډېر مهم فُرصت وو؛ ځکه د تدریس نوي تګلاري، محصل‌محوره ښوونه او د پایلو پر بنسټ تدریس هغه څه دي، چي د تدریس کیفیت لوړوي، د محصل فکر ته وده ورکوي او د عملي زده‌کړي فضا پیاوړې کوي، د کندهار پوهنتون رهبري له استادانو تمه لري، چي د دې ورکشاپ له منځپانګي څخه ډېره ګټه واخلي او د خپلو درسي پلانو، کورس پالیسیو، او تدریسي تګلارو په جوړولو کي دا اصول تطبیق کړي.

 

شیخ صاحب زیاته کړه: علم د انسان د عزت او پرمختګ سرچینه ده، رسول الله ﷺ فرمايي: د علم ترلاسه کول پر هر مسلمان فرض دئ، صحابه کرامو د ېوه حدیث د زده‌کړي له پاره اوږده مزلونه کول؛ ځکه هغوی پوهېدل، چي علم د الله تعالی د رضا او د اُمت د سوکالۍ لاره ده، تاسي استادان هم د همدې علم خادمان یاست؛ استاد هغه څوک دئ، چي ملتونه روزي، د نړۍ هر پرمختګ د علم او ښووني پایله ده، بې علمه ټولنه هيڅکله پرمختګ نسي کولای، د همدې له پاره د کندهار پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي د خپلو استادانو د ظرفیت لوړاوي له پاره دا ډول ورکشاپونه جوړ کړي؛ ترڅو زموږ تدریسي سیسټم د نړۍوالو معیارونو سره سم  برابر سي.

په پای کي شیخ صاحب د ياد ورکشاپ له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه، چي په منظمه توګه ورکشاپ ته حاضرېدل او زياته ئې کړه، چي کندهار پوهنتون د استادانو په هڅو او اخلاص سره پر مختګ کړی، چي الحمدالله نن کندهار پوهنتون د تل په څېر د افغانستان د مخکښو پوهنتونو څخه دئ او دا مقام باید د استادانو د يووالي، صداقت او همکارۍ په دوام وساتل سي، زه له ټولو استادانو څخه مننه کوم، چي له علم سره مو خپله مینه او له مسئوليت سره مو ژمنتیا ښودلې ده.

 

وروسته محترم پوهنیار عثمان غني یوسفي د ياد ورکشاپ ارزښت ته په اشارې سره وویل: د پایلو پر بنسټ د ښووني او روزني (OBE) او محصل‌محوره زده‌کړي (SCL) مفاهیم له اسلامي لارښوونو سره نږدې تړاو لري. هغه د رسول الله ﷺ د ژوند بېلابېلي نمونې د ښووني او روزني د عملي مثالو په توګه بیان کړې او زیاته ئې کړه، چي رسول الله ﷺ به د صحابه‌ وو استعداد، فهم، او پوښتني ته په پام سره درس او لارښووني کولې او دا هغه طرز دئ، چي اوس د معاصرو تدریسي معیارونو له اساسو څخه ګڼل کېږي؛ که زموږ استادان له همدې اسلامي او علمي طرز څخه استفاده وکړي، محصلان به د مفکورې، اخلاقو او مهارت له پلوه لا ښه سي.

ورپسې محترم پوهنيار دوکتور احمد رسول سیدي د پوهنتون له رهبرۍ، د مسلکي پرمختیا مرکز له مسئولانو او د ورکشاپ له روزونکو استادانو څخه مننه وکړه او وې ويل: د OBE-SCL ورکشاپ د تدریس په نوې بڼه، د زده‌کړي د کیفیت په لوړاوي او د محصل محوره فکر په پیاوړتیا کي خورا مهم رول لري. هغه زیاته کړه، چي د نړۍ هر بریالی محصل او هر پرمختللی علمي کهول د همدې مفکورې پر بنسټ ولاړ دئ.

 

د ورکشاپ په پای کي، ټولو ګډونوالو استادانو ته ستاینلیکونه او هغو آمرانو او مدیرانو ته، چي له مسلکي پرمختیا مرکز سره ئې اوږدمهاله همکاري کړې وه، مننلیکونه ورکړل سول او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۳