«د ورزش په مرسته د چاغښت د مخنیوي او کنټرول علمي اصول او عملي تګلاري» سیمینار وړاندي سو
«د ورزش په مرسته د چاغښت د مخنیوي او کنټرول علمي اصول او عملي تګلاري» سیمینار وړاندي سو
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز د فعاليتو په ادامه، د ياد مرکز په تالار کښي د ښووني او روزني پوهنځي د بدني روزني څانګي آمر پوهنمل کریم داد شریفي صاحب «د ورزش په مرسته د چاغښت د مخنیوي او کنټرول علمي اصول او عملي تګلاري» سیمینار وړاندي کړ، چي د بېلابېلو پوهنځیو استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ګډون پکښي کړی وو.
د سیمينار په شروع کښي د سيمينار روزونکي پوهنمل کریم داد شریفي صاحب لومړی د اسلام مبارک دین له نظره د روغتیا، سالم ژوند او د فارغ وخت د سمي استفادې پر اهمیت معلومات وړاندي کړل، وروسته ئې په يو پرېزېنټېشن کښي د چاغښت د پېژندني، د رامنځ ته کېدونکو عواملو، روغتیايي زیانو او د مخنیوي او کنټرول پر علمي لارو چارو مفصل بحث وکړ.
همداراز ښاغلي شریفي د مناسب جسمي وزن د ساتني، د بدن د کتلې شاخص(BMI)، د بدن د انرژۍ د مصرف کچي (BMR او RMR)، غذایي رژیم، غذایي هرم او مناسبو فزیکي فعالیتو د ارزښت او اصولو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زياته ئې کړه، چي منظم ورزش او سالم غذایي عادتونه د چاغښت د مخنیوي او د روغ ژوند په تضمين کښي مهمه ونډه لري.
د سیمینار په پای کښي د ګډونوالو پوښتنو ته جوابونه وویل سول او سيمينار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۳۰