هلمند پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته، دوه ورکشاپونه دائر سول
د سې شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون پلاوي هلمند ته په خپل سفر کښي، د هلمند پوهنتون ټولو استادانو او اداري کارمندانو ته، د کیفیت د تضمین د ېوولسو معیارو د پوهاوي او د یادو معیارو د تطبیق او ارزوني د پېژندني او د څېړني ورکشاپونه دائر کړل
ورکشاپونه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سول؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون د کیفیت د لوړاوي آمر پوهنیار عبدالاحد زاهد په دولتي او شخصي پوهنتونو کښي د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو پروسه، د پوهنتونو د غښتلتیا او لا ګړنديتوب له پاره ډېره مهمه وبلله او زياته ئې کړه، چي د یادي پروسې نظارت او څارنه لا هم نور شفافیت ته لاره هواره یي، او هم مسئولان خپلو مسئولیتو ته متوجې کوي.
وروسته ښاغلي زاهد د کیفیت د تضمین ېوولس معیارونه (رسالت او ستراتيژي، په ټولنه کښي د پوهنتونو رول، حکومتولي او رهبري، مالي او اداري سرچينې، علمي پروګرامونه، څېړنه، استادان او پوهنځي غړي، د محصلانو تجربې، د کیفیت تضمين او ارتقا، کتابتون او معلوماتي سرچينې، تدریس او معلوماتي ټېکنالوژي او تفريحي امکانات) په ېوه پرېزینټېشن کښي تشریح او په اړه ئې معلومات وړاندي کړل، چي په خبره ئې دا هغه معيارونه دي، چي پوهنتونونه خپلو ټاکلو هدفو ته په رسېدلای سي.
د یاد ورکشاپ تر پای ته رسېدلو وروسته د څېړني ورکشاپ پېل سو، چي پکښي د څېړني پېژندنه، د څېړني اړتیا، د څېړني ډولونه، د څېړني برخي او د څېړني نور اړوند معلومات د پرېزینټېشن په بڼه وړاندي سول.
وروسته ورکشاپونه په دؤعا سره پاى ته ورسېدل.