د محصلانو رواني اړتیاوي د مثبت او منفي فکرونو پایلي په نامه سیمینار دائر سو

د کندهار د مرکزي لابراتوار د غونډو په تالار کي، د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت اړوند رواني کلینیک مدیریت د ښووني او روزني پوهنځي په همکارۍ، د (محصلانو رواني اړتیاوي د مثبت او منفي فکرونو پایلي) په نامه سیمینار جوړ کړ، چي پر مهال ئې د بېلابيلو پوهنځيو محصلان حاضر ول.
یاد سیمینار، چي د ښووني او روزني پوهنځي دوو محترمو استادانو: پوهنيار سلطان محمود دراني او پوهنوال دوکتور قدرت الله نظري ئې د وړاندي کولو چاري مخ ته وړلې؛ په پېل کي ښاغلي د ښووني او روزني پوهنځي استاد پوهنوال دوکتور قدرت الله نظري رواني اړتیاؤ پېژندنه او ارزښت په نامه خپله موضوع تشریح کړه. هغه محصلانو ته د رواني سلامتیا، ذهني تعادل او ټولنیز مسئولیت پر مهمو اړخو تفصیلي خبري وکړې او له ګډونوالو ئې وغوښتل، چي د زدهکړي تر څنګ خپلي رواني روغتیا ته هم پام وکړي.
بیا پاته موضوع استاد پوهنيار سلطان محمود دراني د (مثبت او منفي فکرونو پایلي) په نامه خپله موضوع تشریح کړه. هغه د فکري چوکاټ د جوړېدو، منفي سوچو د انساني توان له منځه وړلو، او مثبت فکر د شخصیت، باور او لاستهراوړنو سره د اړیکو موضوعات له علمي لحاظه وڅېړل.
استاد پوهنيار سلطان محمود دراني وویل: مثبت فکر د ېو فرد د ژوند مسیر بدلوي؛ خو منفي فکر نه ېوازي د ده د پرمختګ مانع کیږي؛ بلکي ټولنیز تعامل ته ئې هم زیان رسوي. موږ باید دا درک کړو، چي زموږ ذهن څنګه زموږ پر عمل، باور او راتلونکي اغېز کوي.
د سیمینار په پای کي، د محصلانو د خدماتو او انسجام آمریت، د يادو استادانو څخه مننه وکړه او ګډونوالو ته ئې د رواني سلامتیا د عامه پوهاوي دا هڅه ېو ارزښتناک ګام ياد کړ.
نېته: ۱۴۴۶/۱۲/۳