اقتصاد

 

 

اقتصاد پوهنځی په ۱۳۸۹ل./ ۲۰۱۰م. کال کي تاسیس سول. نوموړی پوهنځی ۲۰ تنه استادان لري، چي ۱۴ئې ماسټران او  ۶ تنه يي د دوکتورا په زده کړو بوخت دی. په پوهنځی کي محصلان په اداره او تجارت څانګی کی زده کړی کوی او له تاسیس څخه تر اوسه پوري نوموړي پوهنځی ۱۰۴۲ فارغ محصلان ټولني ته وړاندي کړي دي.د اقتصاد پوهنځی له ګمرک، مستوفیت، ښاروالي، د سوداګري خوني او اقتصاد ریاستونو، افغانستان بانک، خصوصي بانکونو او پوهنتونونو سره اړیکي لري او په بېلا بيلو برخو کي له يو بل سره معنوي مرستي کوي.

لېرلید:

د اقتصاد پوهنځی به په ملي او سیمه ایزه کچه د اقتصاد په اړوندو څانګو کي د مسلکي او په کار پوه فارغانو په روزلو سره سیال پوهنځی و اوسي.

رسالت:اقتصاد پوهنځی د معیاري تحصیلي نصاب په درلودلو سره په ملي اقتصاد، احصائیه، بانکداري، اینټریپرینورشیپ او مدیریت برخو کي د ټولني د اړتیاوو او د سیمي د بازار مطابق په کار پوه او وړ تحلیلونکي او نوښتګر محصلان روزي.

څانګي:

د تجارت د ادارې څانګه

د ملي اقتصاد څانګه

د انترپرونیورشیپ څانګه

د مالي او بانکي څانګه

د احصائیه او اکونومیتريکس څانګه

 

د اقتصاد پوهنځي د رئيس لنډه پيژندنه

 

 

محترم پوهنیار عبدالله زیارمل د حاجي محمد سعید زوی په ۱۳۷۱ ه ش کال کي د کندهار  ژړۍ ولسوالی کي زېږدلی دئ. او وروسته د ښاغلی زیارمل کورنی د اولادونو د ښې روزني او د یوه تمدني ژوند کولو په موخه و کندهار ښار ته منتقله سوه. خپلي لومړنۍ زده کړي ئې په شاه حسین هوتک منځنی ښوونځۍ کي، او منځنۍ زده کړي یې په احمد شاه بابا عالي لیسه کي سرته و رسولې. ښاغلي زیارمل په ۱۳۸۹ ه ش کال کی د نوموړی لیسی څخه فارغ سو. د ۱۳۹۳ کال د کانکور د ازمویني د ورکولو څخه وروسته په لوړو نمبرو د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځی ته بریالی او دڅلور کلني تحصلیي دورې په پوره کیدو سره په ۱۳۹۶ ه ش کال د نوموړی پوهنځی څخه په کادر کی فارغ سو، په ۱۳۹۷ کال د کندهار پوهنتون د اقتصاد په پوهنځی کي و علمي کادر ته شامل او د استادی مقدسي دندي مسولیت یی په غاړه شو.

ښاغلي زیارمل په ۱۳۹۹ ل. کال کی د اقتصاد په برخه کي ماستري  تر لاسه کولو په موخه د مالیزیا هیواد و ای ای یو ایم (IIUM) پوهنتون ته واستول شو او د  دوه کال او دوو میاشتو په تېرولو سره ئې دا دوره په پوره بریالیتوب سره پای ته ورسوله. په ۱۴۰۰ ل کال کي یې  دا دوره هم په اعلی درجه (Dean list) سره پای ته ورسوله.

پوهنیار زیارمل د ماسټری د دورې د ختمولو وروسته بیرته د۱۴۰۰ کال کي خپل هیواد ته راستون سو او خپلي استادي ته یی په اقتصاد پوهنځی کی ادامه ورکړل چی دوې میاشتی وروسته، د کندهار پوهنتون د مشرتابه په وړاندیز د پوهنځي د سرپرست ریس په حیث انتخاب او د رسمي چارو د تکمیل په موخه  رئیس الوزرا ښاغلی ملا محمد حسن اخند ته معرفي سو.

پوهنیار زیارمل  د هغه وخت څخه تر اوسه د ریاست په څنګ کي د اقتصاد پوهنځی د ورځي او شپې په برخه کي مختلیف مضامین تدریس کړيدي او علاوه پر دې په ژورنالیزم، ښووني او روزني  او حقوقو پوهنځیو کي هم ځني اقتصادي مضامین تدریس کړي دي او همدارنګه د کندهار پوهنتون په نمایندګي د ښاړوالۍ د  مشورتي بورډ غړي هم پاته سوي دي.

د خپلي اکاډمیکي دورې په لړ کی د هیواده بهر مالیزیا، متحده عربي امارات او د هیواد دننه په مختلیفو علمی،ټولنیز، او اقتصادی سیمینارونو، کنفرانسونو او ورکشاپونو کي برخه اخیستی ده.

 

اقتصاد څانګه:

د اقتصاد څانګه د اقتصاد پوهنځي له مهمو څانکو څخه شمیرل کیږی. دغه څانګه په ۱۳۸۹ کښی ایجاد سوه. د اقتصاد څانګه۶ دایمی استادان لری چی دري استادان یی  د دوکتورا  په کولو اخته دی. د اقتصاد څانګی تحصیلی نصاب د لوړو زده کړو وزارت د نصاب د کمیټی لخوا تایید سوی دی. د اقتصاد څانګه تر اوسه خپل فارغین نه لری خو استادان د څانګی مربوط مضامین په نورو پوهنځیو او څانګو کی تدریس کوی.

ليرليد:

د ملي اقتصاد څانګه د هيواد په سطحه د يو داسي علمي چاپيريال د رامنځته کولو هڅه کوي، چي د ملي اقتصادي مسايلو د باثباته کولو لپاره لاري چاري وړاندي کړي تر څو هيواد مو د پرمختللو هيوادونو په کتار کي وشمېرل سي.

رسالت:

ملي اقتصاد څانګه د اقتصادي ملي پاليسیو او مسلکي ماډلونو په ذريعه سره داسي محصلين روزي چي د هيواد په سطحه د بېکاری کچه، د تبادلې نرخ، ملي عايد او دې ته ورته نور ملي اقتصادي مسايل وڅېړي تر څو د هيواد ملي اقتصادي ستونزي حل او د اقتصادي رفاه لپاره ګټور تمام سي. 

 

 

د انټرپرونیورشیپ څانګه

 

تاریخچه:

دانټر پرونیورشیپ څانګه د اقتصاد پوهنځی یو له مهمو څانګو څخه ده چي په ۱۳۸۹ ه ش کال کښي ایجاد سوي ده، تر دامهاله درې رسمي استادان لري. مونږ د لوړو زده کړو د وزارت سره په تماس کښي یو چي د یادي څانګي نصاب جوړ کړو.

انټر پرونیورشیپ څانګه تر دا مهاله محصلین نه دي جذب کړی استادان يي په نورو څانګو کښي خپل مربوط مضامین تدریس کوي

 

ليرلید:

د محصلینو په داسي ډول روزنه:

  • چي په  تشبثاتو کښي نوښت وکړی
  • د موجوده کاروباری فرصتونو څخه اعظمي استفاده وکړی
  • کاروبار په ښه شکل سمبال، او د ننګونو په وړاندي مقاومت وکړی

رسالت:

مونږ د تدریس  او څیړني ظرفیت د ښه کولو لپاره  مسلسله مبارزه   کوو  تر څو بهترین سو!

مونږ متعهد یو

  • چي لامنظم، نوښتګر، محصلیي او  تجربوي د زده کړو چاپیریال رامنځته کړو
  • چي د کاروبار په فضا کښي د محصلینو د فکر کولو ځواک وخوځوو
  • چي محصلین نوو تشبثاتی نظریو او پالیسو ته وهڅوو
  •  

مالی او بانکی څانګه

 

دا چي د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په کال ۱۳۸۸ کی د لوړو زده کړو وزارت لخوا منظور او تأسیس شول چی په ۱۳۸۹ کال یی رسمآ د کندهار پوهنتون په چوکاټ کی په فعالیت پیل وکړ څرنګه چی د نوموړی پوهنځی د تأسیس څخه ډیره موده نه تیریږي ولي بیا هم د اقتصاد پوهنځي د یوي ځواني او ودی په حال کي پوهنځي په توګه د معیاري او ګتورو تحصیلي خدمتونو د عرضه کولو په برخه کي خپلو ټولو هیوادوالو ته متعهد ده، او د اقتصاد پوهنځی رهبری په دي باور ده چی د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په یو سالم مسیر کي د حرکت په حال کي ده چی د توسعي او ودي لوری ته ګامونه اخلي. نو د ددی ځواني پوهنځی د فعالیت په شروع کی څلور څانګي په رسمی ډول منظور شوی چی د هغو له جملی څخه یوه هم د مالي او بانکی څانګه ده.

نوموړی څانګه څلور تنه استادان لری، چی ددغه څلور تنو استادانو له جملی څخه دری تنه یی ماستران، چی د ذکر شوو ماسټرانو له جملی څخه یو تن ماستر استاد اوس مهال د مالیزیا هیواد کی د دوکتورا په زده کړو بوخت دی همدارنګه یو نامزد پوهنیار استاد هم د مالیزیا هیواد کی په ماسټری بوخت دی.

 

لیرليد:

مالي او بانکي څانګه به د ټاکلي معيارونو په نظر کي نيولو سره په تمويلي او بانکي چارو کي باکيفيته او لارښوده څانګه وي، تر څو د هيواد په بانکي او مالي سيستمونو کي د نوښتونو او عصري ماډلونو په استفادې سره سياله څانګه واوسي.

 

رسالت:  

مالي او بانکي څانګه به خپل محصلين په ځانګړو مالي او بانکي مهارتونو سمبال کړي. همدارنګه، تمويلي برنامو او تربيوي پروګرامونو تهيه کول به د مالي او بانکي څانګي لومړيتوب وي او دا وړتیا به ولري، چي مالي سازمانونه او خصوصي سکتور په ښه ډول سره سمبال او د مالي او پولي پالیسیو غښتلي طرحه کوونکي وي.

 

 

د احصائیه او ایکونومیتری څانګه

 

د احصایی او ایکونومتری څانګه د اقتصاد له مهمو څانکو څخه شمیرل کیږی. دغه څانګه په ۱۳۸۹ کښی ایجاد سوه. د احصایی او ایکونومتری څانګه ۳ دایمی استادان لری چی یو استاد د دوکتورا او یو استاد د ماسټری په کولو اخته دی. د احصایی او ایکونومتری څانګی تحصیلی نصاب د لوړو زده کړو وزارت د نصاب د کمیټی لخوا تایید سوی دی. د احصایی او ایکونومتری څانګه تر اوسه خپل فارغین نه لری خو استادان د څانګی مربوط مضامین په نورو پوهنځیو او څانګو کی تدریس کوی.

لیرلید:

د احصایی او ایکونومیتری څانګه به په معیاری کچه باندی احصایوی خدمات وړاندی کوی تر څو د هیواد په ټولنیز او اقتصادی پرمختګ کی خپل رول ولوبوی.

رسالت:

د احصائيې او ايکونوميټری څانګه په ملي سطحه په ايکونوميټری، رياضيکي اقتصاد او عملياتي څېړنو او ماډلونو په استفادې سره داسي محصلين روزي چي په اړونده برخو کي سالم خدمات ټولني ته وړاندي کړي.